1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسيون څخه و ایستل سو

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

ایران د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه دلاریون کوونکو پر وړاندي د زور کار اخیستو له امله د ملګرو ملتونو ښځو د حقونو کمېسيون څخه ايستل سوی دی. دليل يې په ايران کې د اعتراضونو پرمهال د بشري حقونو سرکوبه کول بلل سوی دی.

https://p.dw.com/p/4KzOM
د مهسا امینې له مړینې وروسته په ایران کې لاریون
د مهسا امینې له مړینې وروسته په ایران کې لاریون انځور: SalamPix/ABACA/picture alliance

امریکا متحده ایالاتو چې دغه رایه اچونه یې په لاره اچولې وه، وویل چي دا د لاریون کوونکو له پاره یوه لاس ته را وړنه ده.

د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزي شورا د چهارشنبې په ورځ په ایران کې د ښځنو پر وړاندي له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله ایران له دغه کمېسيون څخه د ایستلو له پاره رایه وکاروله.

ایران په دې وروستیو میاشتو کې په ټول هيواد کې د حکومت ضد لاریونونه لیدلی او حکومت د مظاهره چیانو په وړاندې د خونړیو بریدونو په ترڅ کې لاریون کوونکو ته هم خپل زور ښودلی دی.

رپوټ: سږکال په ايران کې تر ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي

ولې ایران د ښځو له کمېسيون څخه وه ایستل سو؟

د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسيون څخه د امریکا متحده ایالاتو په وړانديز د ايران د ايستلو له پاره ۲۹ رایې موافقې ۸ مخالفې او ۱۶ نوري ممتنع وکارول سوې.

د مهسا امینې د وژنې وروسته دهغې  په ملاتړ ایران کې لاریونونه
د مهسا امینې د وژنې وروسته دهغې په ملاتړ ایران کې لاریونونه انځور: UGC/AFP

د ایران کلیدي ملګري هیواد روسيې د دي رایې اچونې مخالفت وکړ او د ملګرو ملتونو د حقوقې کارپوهانو د نظر غوښتنه یې وکړه چې ایا اقتصادي او ټولنیزه شورا له قانونې نظره د تهران د ایستلو حق لري او که نه؟

په دغه پرېکړه لیک کې «د ایران مرګونې قوه چې د ښځو او نجونو لاریون کوونکو د وژلو باعث سوې» غندل سوي ده او زیاته کړي یې ده چې د تهران سیاست په «ښکاره توګه» د ښځو د حالت په اړه د كمېسیون د حکم سره په ټکر کې دی.

آیا په رښتيا د ایران د مذهبي پوليسو اداره لغوه سوې؟

د ملګرو ملتونو دغه کمېسیون ۴۵ غړي لري چې د اقتصادي او ټولنیزې شورا له خوا د څلورو کلونو له پاره ټاکل کیږي. د چهارشنبې د ورځی د رایو په نتیجه کې ایران د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ له دغه کمېسیون څخه ليري کړای سو.

ژباړه:صفت الله زاهدي