1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوې ښځه مړه سوه

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

په ایران کي د یوې ځوانې ښځي تر مړه کیدو وروسته پر انترنیت باندي محدودیت وضع سوی دی.

https://p.dw.com/p/4H0Oz
Iran | Mehsa Amini starb durch die Gewalt der iranischen Polizei
انځور: Kurdpa


 
لندن میشتي سازمان، «نېټ بلوکس» خبر ورکړی دی، چي په تهران کي انترنیت « سخت محدود» سوی دی. 
د مذهبي پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته مهسا امیني پرون جمعه (د سپټمبر ۱۶ مه) په یوه روغتون کي مړه سوه، چيري چي په اخره کي د کوما په حالت کي وه. 
د بشر د حقوقو فعالینو ویلي دي، چي دغه ۲۲ کلنه ښځه د پولیسو په یوه پوسته کي پر سر باندی وهل سوې وه. خو دغه ادعا چارواکو په کلکه سره رد کړې وه.