ایران د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو مخالفت کړی
۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رئیس مرستیال امیر البحر علي شمخاني، ویلي دي: «د افغانستان د خلکو د ګډون پرته هره ستراتیژي، هره پریکړه او یا پلان ناسم دی» او له ناکامۍ سره به مخامخ شي.
د هغه له قوله وړاندې ویل شوي: «طالبان د افغان ولس یو حقیقت دی دا له پامه نه شي غورځول کیدی. خو آیا ټول افغانان طالبان دي؟ نه!»
شمخاني دغه څرګندونې په تهران کې د افغانستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان او روسیې له جګپوړو امنیتي چارواکو سره تر لیدنې کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې کړي.
هغه پر متحده ایالاتو باندې تور ولګاوه چې هڅه کوي چې د افغانستان له وضعیت څخه په ګټې اخیستنې سره «د چین، روسیې او ایران په پولو کې ناامني رامنځ ته کړي.» هغه زیاته کړه چې د «سیمه ایز امنیت په هکله ډیالوګ» د ایران د منزوي کولو له پاره د واشنګټن د ناکامۍ د هڅې ثبوت وو.
د سپتمبر په میاشت کې متحده ایالات او طالبانو د یوه احتمالي توافق په درشل کې ول، چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دغه خبرې اترې ودرولي. د دې دلیل د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي وو چې پکې په کابل کې هغه برید هم شامل وو چې د نورو سربیره پکې یو امریکایي تبعه هم وژل شوی وو.
دغه خبرې اترې د سپتمبر میاشتې په اوومه نیټه بیرته پېل شوې، خو د باګرام پر پوځې اډې د طالبانو د برید وروسته یو ځل بیا د دمې په حالت کې دي.