ایران ته د سعودي عربستان ګواښ: خرابکارۍ بندې کړئ
۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعهد پنجشنبې په ورځ په مکه کې د عربي ټولنې او خلیج د همکاریو شورا دوې بېړنۍ غونډي وشوې. د دغو غونډو هدف دا وو چې د عربي هیوادونو مشران د ایران پر وړاندې یو ډول سیاست غوره کړي. تمه کیږي چې د جمعې په ورځ هم په مکه کې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه وشي.
د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو غونډو په بیانیو کې پر ایران باندې غږ شوی دی چې د عربي هیوادونو د حاکمیت د حق درناوی وکړی. د خلیج د همکاریو شورا د غونډې په اعلامیه کې راغلي دي: «ایران باید د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله بنده کړي، ځکه دا کار د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بلل کیږي.»
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د «ایران د خرابو کړو وړو» مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: سعودي په مکه کې له غونډې ناوړه ګټه اخلي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر سعودي عربستان باندې تور ولګاوه چې په مکه کې د اسلامي هیوادونو له ناستې ناوړه ګته پورته کوي. موسوي همداراز د خلیج د همکاریو شورا په بیانیه کې پر ایران باندې لګیدلي تورونه په کلکه رد کړل او هغه یې «بې اساسه» وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي دي چې په بیانیه کې راغلي موضوعګانو د ټولو غړيو هیوادونو اصلي نظر نه دی، او دا چې عربستان له دې غونډي ابزاري ګټه پورته کړې ده چې پر ایران باندې تورونه ولګوي.
د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه
د پنجشنبې ورځې پر دوو غونډو سربیره، به د جمعې په ورځ هم د اسلامي هیوادونو مشران په مکه کې سره راټول شي. د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې د دغو غونډو هدف په منځني ختیځ کې د ایران له «تجاوزګرۍ» سره مقابله ده.
شپږ هیوادونه د خلیج د همکاریو شورا غړیتوب لري. د عربي هیوادونو په ټولنه کې بیا شل هیوادونه شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي هیوادونو سازمانو د غړيو شمیر ۵۲ ته رسیږي. سعودي عربستان په دغو درو واړو سازمانونو کې د پام وړ نفوذ لري.
عربستان او متحدین یې پر ایران باندې په سیمه کې د خرابکاریو تور لګوي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولتون، ویلي دي چې په فجیره بندر کې پر څلورو کښتیو باندې په حمله کې د ایران پر نقش «تقریباً ډاډه» دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا روښانه کړې ده چې د ایران د خرابکاریو په اړه اسناد به په راتلونکو ورځو کې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي، بیا دغه ادعاوې «مسخره» بللې دي.
له بلې خوا د سعودي عربستان پاچا ویلي دي چې د ایران د مداخلې سیاست د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي. هغه زیاته کړې ده چې په ایران پورې د تړلو خرابکارانو شتون، نړیوالو کښتۍ چلوونکو ته ګواښ رامنځته ته کړی دی.
ملک سلمان همداراز پر ایران باندې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور ولګوه او ادعا یې وکړه چې تهران غواړي په دې ترتیب سره په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، هم ټینګار وکړ چې عربي هیوادونه به د خپل امنیت په ساتلو کې پاتې را نه شي.
(M.J/N.Z(dpa