1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني پانګوال د افغانستان د اوبو پر بندونو پانګونه کوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

طالبانو له ایراني پانګوالو سره د اوبو بندونو پر پروژو د پانګونې په اړه د همغږۍ غونډه کړې.خو پوښتنه داده چې هغه هېواد چې به د افغانستان د اوبو پر بندونو څه ډول پانګونه وکړي چې له کلونو راهیسې ورسره د اوبو پرسر جنجال لري؟

https://p.dw.com/p/4LSge
د افغانستان د هلمند ولایت، د کجکې اوبو بند
د افغانستان د هلمند ولایت، د کجکې اوبو بندانځور: Asadullah Shakib

د طالبانو ادارې د انرژۍ او اوبو وزارت یوې ویناپاڼې لیکلي چې ددغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر د ایراني پانګوالو له یوې ډلې سره د افغانستان د اوبو بندونو د رغولو د پروژو پرسر خبرې کړي.

ویناپاڼه زیاتوي:«ایراني پانګوالو د لیوالتیا په ښودلو سره ددغو پروژو د څرنګوالي په اړه د اوبو له معین سره لازم مالومات شریک کړل.»

طالب چارواکو د اوبو بندونو ددغو پروژو په اړه نور مالومات نه دي ورکړي او نه هم په ډاګه شوې چې ایراني پانګوال د افغانستان په کومو ولایتونو کې ددغه ډول پروژو تطبیق ته لېواله دي؟

خو ویل شوي چې د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ټینګار کړی چې د اوبو بندونو جوړولو په اړه باید همغږي لاډېره او چارې یې چټکې شي.

افغانستان نیمروز ولایت، د کمال خان بند
افغانستان نیمروز ولایت، د کمال خان بندانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

د افغانستان او ایران ترمنځ لانجمنې اوبه

دا څرګندونې داسې مهال دی چې اوبه د افغانستان او ایران ترمنځ یو لانجمنه مسله ده.

څه موده وړاندې د ایران د چاپيریال ساتنې ادارې ویلي ول چې هېواد یې د افغانستان د هلمند سیند اوبو څخه خپله «حقابه» په سمه او بشپړه توګه نه ترلاسه کوي.

آن په ایران داسې تورونه هم لګېدل چې نیمروز کې د کمال خان او هرات کې د سلما بند جوړولو پروړاندې یې تل وسله وال مزاحمتونه رامنځته کول.

د اوبو د بندونو پر سر خبرې ډيپلوماټیکې اړیکې که استخباراتي لوبه

سیاسي شنونکي وايي، د هغه هېواد پانګوال به هیڅکله هم د افغانستان د اوبو د بندونو پر پروژو پانګونه ونه کړي، چې حکومت یې لږ تر لږه د خپلې «حقابې» څخه رضایت نه لري.

د چارو کتونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل:«د افغانستان او ایران ترمنځ لویه لانجه د اوبو مسله ده او په داسې حال کې به د هغه هېواد له پانګوالو سره د اوبو د بندونو پر سر تړونونه یوه استخباراتي لوبه وي، بې له دې چې مونږ هغو ته د سوداګریزو یا ډيپلوماټیکو اړیکو په سترګه وګورو.» 

ددغه کارپوه پروینا له ایراني پانګوالو سره دداسې پروژو په اړه ناستې نمایشي دي او تر ډېره عملي نه بریښي.

اړوند مطالب:ایا طالبان به ایران ته د اوبو برخه ورکړي؟

ځینې کارپوهان پردې آند دي چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو برخو کې بهرنۍ پانګونې خورا په ګټه دي، خو اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د اوبو سکټور ته د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران لیوالتیا له غرضه ډکه ښکاري.

د چارو کتونکي نورالرحمن لېوال دویچه ویله ته وویل:«ددغسې سیاسي پانګونې یوه ډېره ناوړه بیلګه د چین له خوا د لوګر د مس عینک کان باندې د هغه هېواد د دولتي شرکت پانګونه ده، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې چارې پيل نه شوې او د نورو پانګوالو مخه یې هم ډب کړې ده.»

د طالبانو ادارې په کاري کړنلارو کې نه ده په ډاګه شوې چې اوسمهال په کومو بندونو او د کومې بودجې له مخې کار کوي، خو پخواني حکومت د خپل کار په وروستیو کې د شاوخوا ۱۲ بندونو یادونه کوله چې ګویا ژر یې د رغاولو چارې پيلیږي او په ځینو یې کار روان دی.

شاه و عروس او ښورابک بندونه یې مهم هغه ول، چې ویل کېدل چارې یې بشپړې او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.