1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني هکرانو د امریکا د درمل جوړونې پر شرکت حمله کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

په «حکومت پورې وابسته ایراني هکران» د ګیلیاد شرکت معلوماتو ته د لاسرسي پرهڅې تورن شوي دي. دغه شرکت د کووید-۱۹ ناروغۍ ضد درملو جوړولو په برخه کې بریالیتوبونه لري او ایران غوښتل احتمالأ هغه ورڅخه غلأ کړي.

https://p.dw.com/p/3c09a
Gilead Sciences
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Risberg

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ایران پورې وابسته هکرانو هڅه کړې د ګیلیاد په نامه د درمل جوړونې امریکایي شرکت معلومات غلا کړي. نوموړي خبري آژانس خپل منابع په «عامه لاسرسي کې د انټرنټ پاڼو آرشیف» او د سایبري امنیت درې تنه څیړنکي ښودلي دي.


د ګیلیاد شرکت د دارو جوړونې یو معتبر شرکت دی چې د کرونا ویروس په برخه کې تحقیق کوي او ښو نتایجو ته یې هم لاس رسی پیدا کړی دی. څه موده مخکې په شیکاګو کې یوه روغتون اعلان وکړ چې د رمد سیویر درمل چې د ګیلیاد له خوا تولید شوی دی، د کووید- ۱۹ ناروغانو د درملنې بهیر ته یي د پام وړ سرعت وربخښلی دی.
د ګیلیاد شرکت ویاند د دغه انټرنټي برید په اړه د خپل نظر له څرګندونو څخه ډډه کړې. رویټرز ونه توانید پوه شي چې آیا د انټرنټي برید دغه هڅه کامیابه وه او که څنګه؟
جعلي ژورنالیستان
دامریکا خبري آژانس لیکلي دي چې د اپریل په میاشت کې د ایمیلونو سیسټم ته د ننوتلو یوې جعلي پاڼې چې د انټرنټي رمزونو یا کودونو ته د لاسرسي له پاره جوړه شوې وه، د ګیلیاد شرکت یوه لوړپوړي چارواکي ته لیږل شوی وو.
د دې صفحې یوه کاپي د ادرسونو د سکینولو د یوې ځانګړې انټرنټ پاڼې په وسیله لمنځه وړل شوی ده.

Symbolbild Cyber Sicherheit
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg


په اسرائیل کې د «سایبر سکای» انټرنټي شرکت مشر څیړونکي اهاد زایدنبرګ، کشف کړې ده چې د ګیلیاد شرکت مشر ته لیږل شوی بریښنالیک د ایراني هکرانو وو چې په خپلو ایمیلونو کې یې ځان ژورنالیست معرفي کړی وو.
اهاد زایدنبرګ د ایراني هکرانو فعالیتونه څاري او یو له هغو کسانو څخه وو چې پر ګیلیاد د سایبري برید په تحقیقاتو کې یې ګډون کړی دی.

د رویټرز په رپوټ کې راغلي دي چې د دې اسرائیلي کارپوه سربیره د انټرنټي امنیت دوه تنه څیړونکي چې د نوم خپرولو اجازه یي نه ده ورکړل شوې د خپلو تحقیقاتو په پای کې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دغه هکران ایرانیان دي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې د ایران سایبري فعالیتونه دفاعي جنبه لري.
د ګیلیاد شرکت اطلاعاتو ته د لاسرسي پيدا کولو کوښښ د دې ښکارېندویي کوي چې د مجازي فضاء جاسوسان د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو د راټولو په هڅه کې دي.
د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د خپرو شوو معلوماتو له مخې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له ۴ ميليون اوښتی دی. دغه پوهنتون وايي چې تر اوسه پوري د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز د اپریل میاشتې په اوایلو کې هم د نړیوالو روغتیایي سازمانونو اطلاعاتو ته د «ایراني هکرانو» د لاسرسي د هڅو خبر خپور کړی وو.
دویچه ویله: ش.ن/ ق.ن