1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني دولتي رسنۍ: په تهران کې چاودنه شوې

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د اریب یا د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي رسنۍ خبر ورکړی دی چې په پلازمېنه تهران کې چاودنه شوې ده خو د چاودنې د نوعیت او دقیق ځای په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. ځايي خبریالان بیا وايي چاودنه د توغندیدو مرکز په نخښه کړی.

https://p.dw.com/p/3f5jp
Iran Stadtansicht Teheran
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

د ایران دولتي رسنۍ د پلازمینې تهران په غربي څنډو کې د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د یوې چاودنې راپور ورکړی دی. د اریب یا د ایلان د اسلامي جمهوریت دولتي رسنۍ د یادې چاودنې په هکله نور رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي او یوازې یې د ټولنیزو رسنیو د راپورونو په استناد خبر خپور کړی دی. یادې رسنۍ ویلي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د بریښنا جریان هم قطع شوی دی.

په عین وخت کې د حسن ساري په نامه یوه ایراني خبریال بیا ویلي چې چاودنه د اسلامي انقلاب د ګارد اړوند د توغندیدو د ساتلو په یوه مرکز کې شوې ده. ساري په یوه ټویټري پیغام کې همدا راز لیکلي چې د «د تهران، ګرم دره او قدس کې یو لړ چاودنې شوي دي.»

په ایران کې دغه چاودنې داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې هم د تهران په جنوب کې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې وه چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي وو. سربیره پر دې، تیره اونۍ، په تهران کې د ناتانز په نامه د اتومي وسلو په یوه مرکز کې هم د اور پیښه او بیا ورسته چاودنه رامنځ ته شوې چې د یادې پیښې په پایله کې اتومي مرکز سخت زیانمن شوی وو. ناتانز د ایران د اتومي پروګرام د غني کولو یو تر ټولو مهم مرکز شمیرل کیږي.

Iran I Atomkraft I Brand I Atomanlage Natanz
انځور: picture-alliance/Tampa Bay Times

بل لوري ته یوې استخباراتي سرچینې د نیویارک ټایمز په نامه امریکايي ورځپاڼې ته ویلي چې اسرائیل احتمالاً د یادې چاودنې ترشا لاس لري. تر دې وړاندې، د سټوکسنیټ په نامه یوه انترنتي ویروس هم د ناتانز په نامه د ایران پر دغه اتومي مرکز انترنتي برید کړی وو. عمومي باورونه داسې وو چې دغه انترنتي ویروس اسرائیلو او امریکا متحده ایالات جوړ کړی وو.