د بی پیلوټه الوتکې پر سر نوي جنجالونه
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهامریکایي چارواکو ویلي دي چې دغه الوتکه په یوه څارونکي عملیات بوخته وه او د ایران سواحلو ته يې نزدې الوتنه کوله. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې دا الوتکه په وسلو سمبال نه وه.
د پنتاګون ویاند جورج لیتل ویلي دي: «هغوی پر الوتکې باندې څو وارې ډزې وکړې.» د هغو معلوماتو له مخې چې د امریکا د دفاع وزارت د دې پېښې په اړه خپاره کړې دي، ایراني SU-25 ډوله الوتکو پر دغه امریکايي الوتکې چې MQ-1 یا Predator نومیږي ډزې کړې دي.
لیتل زیاته کړې ده چې که څه هم ایراني الوتکې دا بې پیلوټه الوتکه تعقیبوله او ورباندې یې څو وارې ډزې کړي دي خو بیا هم هغه خپلې اډې ته رسیدلې ده.
استخباراتي عملیات به دوام ولري
جور لیتل ادعا کوي چې دا امریکايي بې پیلوټه الوتکه د ایران فضا ته نه وه ننوتې. امریکا ایران ته د پېښې له کبله د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې ګواښ هم ورکړی دی.
لیتل ویلي دي: «موږ ایران ته دا خبره رسولې ده چې پر نړیوالو اوبو باندې به زموږ استخباراتي عملیات دوام پیدا کړي... دا د سیمې د امنیت پر وړاندې زموږ ژمنتیا ده.»
تیر کال هم د ایران او امریکا تر منځ د یوې بې پیلوټه الوتکې پر سر جنجالونه رامنځ ته شوي ول. هغه وخت د امریکا د استخباراتي سازمان یوه بې پیلوټه الوتکه د ایران په خاوره کې رالویدلې وه چې بیا وروسته د ایران له خوا کشف او نندارې ته وړاندې شوه.
د ایران د اتومي پروګرام په اړه د اندیښنو له ډیریدو سره، متحده ایالاتو د بل هر وخت په پرتله ډیر پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي. پر ایران باندې ډیر سخت اقتصادي تحریمونه هم لګول شوي دي چې له کبله يې دا هیواد له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.
که څه هم ایران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی خو بیا هم امریکا او اروپايي هیوادونه د اتومي پروګرام په برخه کې د ایران پر نیت باندې شک لري.
مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض