1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایا سګرت څکول پر کرونا ویروس د اخته کیدو مخه نیسي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

په فرانسه کې یوه ترسره شوې نوې پلټنه ښيي چې کيداى سي هغه کسان چي سګرټ څکوى، د کرونا ويروس په مقابل کي لوړ مقاومت ولري ځکه چي نيکوتين د دغه ويروس اتصالي نقطې بندوي خو يوه بله پلټنه بيا برعکس ادعا لري.

https://p.dw.com/p/3bLtB
BdTD Coronavirus Deutschland Mundschutz für Raucher
انځور: AFP/I. Fassbender

په اصل کي هغه کسان چې سګریټ څکوي د کرونا ويروس په مقابل کي د تر ګواښ لاندى کسانو په جمله کي راځي. په يوې پلټني له مخي چي په چينايي ميډيکل ژورنال کي خپره سوې، راغلي دي چي د سګریټ څکوونکو درملنه د هغو کسانو په پرتله چى سګریټ نه څکوى سخته او اوږده وي او آن د ناروغ په مړيني سره ختمیدای سي.

د پستوريان پيير د انستيتوت د نيورو بيولوژي څانګي فرانسوى کارپوهان، بیا په دې نظر دي چي د نيکوتينو پلستر کيداى سي له دې سره مرسته وکړي چى په خطرناکه ويروس باندى د اخته کيدو څخه مخنيوى وکړي. هغوى په دې هکله يوه فرضيه هم خپره کړې ده.

هغوى دې نتيجې ته ځکه رسیدلي د چي د هغوى د شميرو له مخي چي د چينايي پلټنو برعکس وې، د کوويد-۱۹ د ناروغانو په ډله کي ډير لږ سګرټ څکوونکي شامل ول.

د پلټني مهم نتايج په دې ډول دي: د ۵۰۰ کوويد-۱۹ ناروغانو څخه ۳۵۰ يي په روغتونونو کي معالجه سول او پاته ۱۵۰ نورو يي د ناروغۍ لږ یا منځني علایم لرل. د پلټني مشر او داخله ډاکټر پروفيسر ظاهر امورا، فرانسوى خبرى آژانس ته ويلي، چي د دغو ناروغانو يوازى پنځه سلنه سګریټ څکول، چى بيا هم د سګرټ څکوونکو دغه رقم د مجموعي نفوس او عمر په تناسب د کوويد-۱۹ د ناروغانو په ډله کي ۸۰ سلنه کم دي.

آیا نیکوتین له کرونا څخه سړی ساتلی سي؟

د نوموړي فرانسوۍ پلټني له مخې نیکوتین د کرونا ویروس په مقابل کي حفاظت رامنځته کولای سي.

هغوي د خپلې د خبرې له پاره پر دې فرضیې باندې اتکا کوي چي نیکوتین د حجرو پر (ACE2) اخیستونکو یا ریسپترونو باندې نښلي. دا هماغه ریسپرونه دي چي د کرونا ویروس ترې استفاده کوي. په دې ترتیب نو فرانسوي څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي دي چي که نیکوتن له مخکې پر دې ریسپترونو نښتي وي، د کرونا ویروس پر نه سي نښتلی او په دې ترتیب یې په بدن کې د وده مخه نیول کیږي.

د هغو فرانسوي ساینسپوهانو په نظر چي په دغه پلټنه کي یې کار کړی دی، په دې ډول سره د کرونا ویروس حجرو ته نه سي ننوتلای او نه هم په بدن کي وده کولی سي. خو په خبره یې باید دغه فرضیه د پاریس په یوه ځانګړي کلینیک کي وآزمایل سي.

د سګریټو څکول د حل لار نه ده

دا چي اوس دغه فرانسوي پلټونکي او یا د هغوی امریکايي ملګري حق په جانب دي یا نه، دا به نورې څیړنې په اثبات ورسوي. خو په عملي ټوله طبي کارپوهان پر دې باندي سره توافق لري چي سګریټ څکول د کرونا له پاره نور خطرونه هم رامنځته کوي.

هغوی مشوره ورکوي چي هر څومره ژر چي وي سګریټ څکول باید بند سي ځکه چي د کرونا ویروس تر ټولو دمخه پر سږو باندي حمله کوي چي د سګریټو د لاسه هسې هم تر ډیر حده پوري تاواني سوي وي.