1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د سولې بهیر په اړه د کابل – واشنګټن اختلافات ژور دي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

افغان حکومت اعلان کړی چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ یې ځنډولې، خو امریکا بیا د بین الافغاني خبرو د ژر پیل له پاره ددې لړۍ پر دوام ټینګار کوي. د کابل – واشنګټن د اختلافاتو اصلي لامل څه دی؟

https://p.dw.com/p/3cMGl
Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

افغان حکومت وايي، طالبانو باید له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د افغان ځواکونو ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي وای.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې طالبانو نه یواځې د حکومت زندانیان خوشې نه کړل بلکې تاوتریخوالي ته یې لازور ورکړی: «طالبان د زندانیانو په خوشې کېدو کې وروسته پاتې شوي او د سولې خبرو لپاره یې لانور خنډونه رامنځته کړي دي.»

 ښاغلي فیصل زیاته کړې هغه مصلحت به د افغانانو په ګټه وي چې د تاوتریخوالي کمېدو سبب شي، نه هغه معامله چې د جګړې ډګر لاپسې تود کړي.

افغان حکومت لغمان، پکتیا او یوشمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د سختو برېدونو له امله د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ درولې ده.

خو افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د زندانیانو د تبادلې لړۍ باید چټکه شي.

د افغانانو خپل منځي خبرې کله پيلیږي؟

Afghanistan Kabul | Taliban werden aus dem Bagram Gefängnis entlassen
افغان حکومت اعلان کړی چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ یې ځنډولېانځور: Reuters/National Security Council of Afg

ښاغلي خلیلزاد د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي چې د زندانیانو د خوشې کېدو ځنډیدل د افغانانو د خپل منځي خبرو پر وړاندې اصلي خنډ دی.

ټاکل شوې وه چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نیټه طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې یعنې د مارچ پر لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي، خو د زندانیانو موضوع دا خبرې ترناڅرګندې مودې ځنډولي.

خلیلزاد پرون ویلي چې اوس د بین الافغاني خبرو پر یوې نوې نیټه بحث روان دی.

خو یوشمېر افغان کارپوهان د سولې بین الافغاني خبرو ځنډېدل او د زندانیانو د خوشې کېدو پرسر د ناندریو اصلي لامل د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافات بولي.

د ولسي جرګې یوه غړي ګل احمد کمین دویچه ویله ته وویل، په پوځي او سیاسي برخو کې وروستي ټول فشارونه ددې لپاره ول چې غني او عبدالله خپل اختلافات پای ته ورسوي: «د عبدالله او غني په توافق کې عبدالله د مصالحې شورا مشري پرغاړه واخېسته، زه فکر کوم چې اوس به دا شورا خپله دارلانشاء جوړوي او بیا به طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکي نو دا مسایل وخت نیسي.»

Afghanistan Kabul Anschlag auf Beerdigung
«طالبان د زندانیانو په خوشې کېدو کې وروسته پاتې شوي او د سولې خبرو لپاره یې لانور خنډونه رامنځته کړي دي.»انځور: Reuters/Parwiz

د پارلمان دا غړی هیله من دی چې په حکومت کې دننه د سیاسي اختلافاتو هواری به د سولې بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.

خو د پوهنتون استاد فیصل کریمي وايي، د زندانیانو د خوشې کېدو موضوع کې افغان دولت پر خپل دریځ ولاړ نه شي پاتې کیدای.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «امریکا نه غواړي افغان سولې بهیر کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، افغان حکومت یواځې د ملت غوسي کمولو لپاره د زندانیانو د نه خوشې کولو اعلان کړی.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ ۱۷مه) د تړلو دروازو ترشا لاسلیک شوه.

په دې اړه مراسمو ته رسنۍ نه وې وربلل شوې.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه یواځې همدومره لیکلي چې د دغې توافقنامې پربنسټ به ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري.

اسماعیل شاکر – کابل