1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

ایا اکرام علي خیل د شهزاد محمدي تشه ډکولی شي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او اوپنر شهزاد محمدي، د زنګانه د ټپ له کبله د نړیوال جام له سیالیو څخه بهر شو او پر ځای یې اکرام علي خیل لوبډلې ته راغی. آیا د شهزاد نه شتون به پر لوبډلې فشار لا زیات کړي؟

https://p.dw.com/p/3K1Oh
Cricket Afghanistan vs. Indien
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د افغانستان کریکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د فیسبوک پر رسمې پاڼه په یوه پیغام کې ولیکل چې «د کریکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لوبو تخنیکي کمېټې د افغانستان په لوبډله کې د شهزاد محمدي پر ځای د اکرام علي خیل ځای ناستي توب تائید کړ.»

د کریکټ بورډ په حواله شهزاد محمدي د «زنګانه د ټپ» له کبله کړيږي چې له دې کبله نه شي کولی د نړیوال جام په سیالیو کې ولوبیږي.

شهزاد محمدي د نړیوال جام په وروستیو دوو لوبو کې هم ښه نه وو ځلیدلی. د آسترالیا پر وړاندې لوبه کې پرته له کومې منډې وسوځید او د سریلانکا پر وړاندې یې یوازې اووه منډې وکړې. د پاکستان پر وړاندي په تمریناتي سیالۍ کې بیا شهزاد محمدي د ټپ له کبله له لوبې ووت.

د کریکټ د چارو شنونکي بادام احمدزي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې آن پنځه میاشتې ترمخه په خپله شهزاد د ټپ ستونزه یاده کړې وه او د کریکټ چارواکي پرې خبر ول. هغه وایي چې په دې موده کې باید د یوه بل ویکټ ساتونکي پر چمتو کولو باندې کار شوی وای.

احمدزي د شهزاد محمدي پر ځای د اکرام علي خیل انتخاب پر ځای پریکړه نه بولي: «زما نظر دا دی چې که چیرې د اکرام علي خیل پر ځای شفیق الله شفق لیږل شوی وای، نو دا به ښه پریکړه وای.» 

اکرام علي خیل، چې ۱۸ کلن دی تر دې مخکې په له ۱۹ کلونو کم عمر لرونکې لوبډله کې لوبیده او د ملي لوبډلې سره تر یو ځای کیدو وروسته یې یوازې دوه نړیوالې لوبې کړي دي. دی کیڼ لاسې توپ وهونکی دی. 

د کریکـټ د چارو شنونکی یحیی یعقوبي بیا وايي چې اکرام علي خیل د ځوانانو په لوبډله کې ښه ځلیدلی ځکه نو د شهزاد محمدي پر ځای د هغه راتګ یوه سمه پریکړه ده: «د اکرام علي خیل له راتګ سره په لوبډله کې یو بل کیڼ لاسی توپ وهونکی هم زیاتیږي چې دا هم یو تاثیر لري. اکرام علي خیل یو ځوان لوبغاړی دی او تمه کیږي چې د توپ وهنې او ویکټ ساتنې په برخه کې به یې نتیجه ښه وي.»

د یحیی یعقوبي په خبره که څه هم د ویکټ ساتنې په برخه کې د شفق الله شفق او د رحمت شاه نومونه هم یادیږي، خو هغه اکرام علي خیل د شهزاد د یوازیني بدیل په توګه یادوي.

پر ویکټ ساتنې کمه پانګونه

مشتاق رحیم چې یو وخت د کریکټ بورډ مشرۍ ته هم نوماند وو له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د تیزې توپ اچونې او ویکټ ساتنې په برخو کې پانګونه نه ده شوې. هغه زیاتوي چې په اوسني وخت کې اکرام علي خیل ښايي هغه څوک وي چې د ویکټ ساتونې په برخه کې د شهزاد تشه ډکه کړی شي: «که تاسو وګورئ له تیرو شپږو میاشتو یا له هغې څخه هم د زیاتې مودې راهیسې شهزاد محمدي د فزیکي چمتووالي له مخې لوبو ته آماده نه وو.»

خو هغه یادونه کوي چې اکرام علي خیل اوس نړیوال جام ته له ډیر فشار سره روان دی او فشار دا دی چې هغه د شهزاد محمدي پر ځای لوبیږي چې کابو یوه لسیزه یې د افغانستان له پاره ویکټ ساتنه کړې ده، ځلیدلی لوبغاړی پاتې شوی دی، ښې مڼدې یې کړي دي او یو ځانګړی سبک لري. 

د مشتاق رحیم وايي: «دا ډیره مهمه ده چې د کریکټ ټیم مدیران په ځانګړې توګه روزونکی، کپتان او مجرب لوبغاړي ده ته اعتماد ورکړي. کیدای شي په لومړۍ لوبه کې ښه و نه لوبیږي، خو بیا هم د ده ملاتړ وکړي او په دې برخه کې له ده سره مرسته وکړي.»

مشتاق رحیم زیاتوي چې د اکرام علي خیل له پاره به سمدستي د شهزاد تشه ډکول آسانه نه وي، خو په عین حال کې هیله څرګندوي چې هغه به «د افغانستان د ویکټ کیپنګ ستونزې په اوږد مهال کې حل کړي.» 

سید ریاض