1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغان ټاکنې، بیا هم بحراني کیږي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

عبدالله عبدالله د پایلو د «نه منلو» د ګواښ ترڅنګ په خپلو تازه څرګندونو سره د ټاکنو کمېسیون ته د رایو د بیا شمېرنې د بهیر د توقف سپارښتنه کړې. خو د ولسمشر غني په مشرۍ ټاکنیزې ډلې بیا په دې برخه کې د چټکۍ غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3SnBt
Afghanistan Politiker Abdullah Abdullah
آرشيفانځور: picture-alliance/AP//Massoud Hossaini

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایې، ټاکنو کمېسیون د قانون خلاف د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر پیل کړی چې ژر تر ژر یې باید ودروي.

ټاکنو کمېسیون د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې تېره ورځ پيل کړی دی، چې ددغه بهیر په ترڅ کې به د ۸۲۵۵ محلونو رایې له سره وشمېرل شي.

خو عبدالله عبدالله نن یکشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر ۱۰مه) په کابل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل، د خلکو له پاکو رایو دفاع کوي او په دې اړه هیڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه دی.

ښاغلی عبدالله د ټاکنو کمېسیون له قانون څخه په سرغړونه تورنوي او د وضعیت د دوام په صورت کې د «بحران» خبرداری هم ورکوي: «مونږ د بحران پلوي نه یو او که چیرې هیواد د بحران پر لور لاړ شي، پړه به یې د دولت جوړونکي ټیم پرغاړه وي.»

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې مشري ولسمشر غني کوي، چې د تلې یا میزان شپږمې ټاکنو کې د ډیرو رایو ګټلو ادعا لري.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، که د چاڼ شویو او یواځې پاکو رایو پربنسټ د ټاکنو پایلې اعلان شي، نو دا ډله ګټونکې ده.

عبدالله عبدالله وايي، په سیستم کې له پروسس شویو څه باندې ۱،۸ میلیونه رایو له ډلې باید څه باندې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړای شي.

ده زیاته کړه، د رایو تفتیش بهیر سره یې «پریکون» کړی او دا بهیر د هغوی له څارونکو پرته پیل شوی دی. «کله چې د ټاکنو بهیر کې زموږ څارونکي نه وي، پایلې یې مشروعیت نه لري.»

خو ټاکنو کمېسیون بیا په دې اړه څه ځواب لري؟

ددغه کمېسیون یوه ویاند میرزامحمد حق پرست دوچه ویله ته وویل، کمېسیون د ټاکنو قانون او طرزالعملونو سره سم د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر پيل کړی او هیڅ ټاکنیزه ډله ددغه بهیر درولو واک نه لري.

ښاغلي حق پرست زیاته کړه: «د جنجالې رایو په اړه د «دیرمالوګ» شرکت په راپور کې وضاحت شته، چې له دې ډلې څه باندې ۱۳۷ زره رایې په بشپړ ډول اعتباري رایې دي.»

حق پرست پر ټولو ټاکنیزو ډلو غږ وکړ چې ټاکنیز بهیر سره دې د خنډونو پرځای همکاري وکړي چې پرټاکلې نیټه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړي.

ټاکنو کمېسیون د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د روانې لړم یا عقرب میاشتې ۲۳مه نیټه ټاکلې.

خو سیاسي شنونکي امان الله هوتکي دوچه ویله ته وویل، که وضعیت دوام وکړي ټاکنو کمېسیون پر یاده نیټه د ټاکنو پایلې نه شي اعلانولی.

«ټاکنیز کمېسیویونه باید کار ته پرېښودل شي، کنه د ټاکنو نتایج بیا هم ځنډیږي او ددغه بحران پړه به په ټولو ټاکنیزو ټیمونو او ټاکنو کمېسیون پرغاړه وي.»

د رایو تفتیش او بیاشمېرنې بهیر د عبدالله عبدالله سربیره د ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي او یوشمېر نورو ټاکنیزو ډلو هم تحریم کړی.

د ولسمشر غني په مشرۍ ټاکنیزې ډلې بیا له کمېسیون څخه غوښتنه کړې چې خپلې ټاکنیزې چارې چټکې او د نوي مهالویش سره سم دې د لړم یا عقرب پر ۲۳ مه د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

اسماعیل شاکر – کابل