1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغانستاد د مذهبي تاوتریخوالي له ګواښ سره مخامخ دی؟

۱۳۹۶ آبان ۵, جمعه

تیره اوونۍ د کابل پر یوه مسجد باندې برید روښانه کړه چې د افغانستان شعیه مسلمانان مخ په ډیریدونکي توګه د داعش د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي. دغه ډله په افغانستان کې د مذهبي شخړو رامنځ ته کولو تلاښ کوي.

https://p.dw.com/p/2mbaD
Afghanistan Kabul Bomben-Anschlag auf Moschee
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Alizadah

په امام زمان مسجد کې د تیري اوونۍ د برید له کبله زیانمنو شویو کسانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی برید کوونکی ولید خو د حکومت له خوا مناسب امنیتي تدابیر نه ول نیول شوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان حکومت ژمنه کړې وه چې د شعیه مسلمانانو په عبادت ځایونو کې به امنیتي تدابیر ډیر کړي.

د امام زمان په مسجد کې چاودنې په لسونو نارینه، ښځې او ماشومان ووژل. دا په افغانستان کې پر شعیه مسلمانانو د وروستیو بریدونو د لړۍ وروستۍ پیښه ده. په دغو بريدونو کې  تر۲۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

کابل میشته علي ګل، چې اوس هم د وروستي برید له کبله ورته رسیدلي ټپونه یې په بدن کې موجود دي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «هغه ورځ مسجد ته تلونکي کسان نه تلاشي کیدل.» هغه زیاته کړه: «د محرم په میاشت کې امنیتي تدابیر سخت ول، خو تر هغه وروسته بیا تلاشۍ نه وې.»

په افغانستان کې د سوریې او عراق په شان مذهبي نښتې سابقه نه لري خو په وروستیو وختونو کې پر شعیه مسلمانانو بریدونه ډیر شوي دي او کارپوهان اندیښنه لري چې دغه مذهبي ډله ښايي په اقدام لاس پورې کړي.

په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه شعیه مسلمانان ژوند کوي، هغوی له ډیر وخت راهیسې پر افغان حکومت باندې غږ کوي چې د عبادت په ځایونو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي او د هغوی حفاظت وکړي.

تر محرم میاشتې مخکې په سپتمبر میاشت کې افغان حکومت وویل چې ۴۰۰ ملکیان به په وسلو سمبال کړي چې د شعیه مسلمانانو د مسجدونو ساتنه وکړي. خو پر دې پلان سربیره هم وژونکو بریدونو دوام وموند.

حاجي رمضان علي، چې د جمعې ورځې په چاودنه کي یې مخ او اوږه ټپي شوې ده، وویل: «دا سل په سلو کې د حکومت ستونزه ده چې زموږ په ساتنه کې پاتې راغلی دی.» یوه دوکاندار چې رسول حیدري، نومیږي وویل: «حکومت دې ګور ته ولاړ شي؛ زموږ په قصه کې نه دی.»

د افغانستان د پارلمان شعیه استازي محمد اکبري، وویل چې د عاشورا تر مراسمو وروسته ښايي د شعیه مسلمانانو د مسجدونو امنیتي تدابیر یو څه سست شوي وي، او له همدې کبله باید د امام زمان پر مسجد برید څخه درس واخیستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو شمیر د اسلامي دولت د جنګیالیو په پرتله ډیر لوړ دی، خو د لږ شمیر جنګیالیو پر لرلو سربیره هم دغه ډله توانیدلې ده چې په افغانستان کې یو شمیر خونړي بریدونه ترسره کړي.

قومي مشر ابراهیم، د امام زمان مسجد ته نزدې اوسیږي او وایي چې یاغیان هڅه کوي له دغه شان بریدونو سره د شعیه او سني مسلمانانو تر منځ واټن رامنځ ته کړي، خو په خبره یې په دې کار کې به بریالي نه شي.

له ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز څخه د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن، وویل: «افغانستان تر ډیره له مذهبې تاوتریخوالي چې څو لسیزې مخکې یې له تشنج سره مخامخ کړی ول، لیري دی. خو داعش هڅه کوي چې دغه زخم بیا پرانیزي.»

که په افغانستان کې مذهبي تاوتریخوال رامنځ ته شي نو د دې هیواد وضعیت ښايي لا پسې ترینګلی شي. افغانستان لا وختي حکومت او یاغي ډلو تر منځ د روانې جګړې لوړه بیه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې دغې جګړې د روان کال په تيرو نهو میاشتو کې ۸۰۱۹ ملکي تلفات رامنځ ته کړي دي. د دغو تلفاتو تر۶۰ سلنه ډیره ملکيان دي.

له بروکینګز انستیتیوت څخه د افغانستان د چارو کارپوهه وندا فیلباب برون، وایي: «زه فکر کوم موږ اوس له هغې مرحلې [مذهبي نښتو] لیرې یو خو داعش همدا لوبه کوي. هغوی غواړي ځان له طالبانو څخه د مذهبي بڼې لرلو له لارې بیل کړي.»

ګوګلمن وایي چې د افغانانو د ساتنې له پاره باید امنیتي ځواکونه وروزل شي او د هغوی په برخه کې باید پرمختګونه وشي. که څه هم افغان او امریکایي ځواکونو د داعش ډلې پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو دغې ډلې د ننګرهار په شان سیمو کې مقاومت ښولی دی. امریکا متحده ایالاتو په اپریل میاشت کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم چې ورته د ټولو بمونو د مور نوم ورکړل شوی دی، پر داعش باندې په افغانستان کې وکاروه. ویل کیږي چې په دې پیښه کې ۹۰ یاغیان وژل شوي دي.

د افغانستان د کارپوهانو له شبکې څخه کیت کلارک، بیا وايي چې افغانان به د داعش له خوا د مذهبې تاوتریخوالي د پیلولو پر ضد مقاومت وکړي. هغه وايي: «د افغانستان په ډیرو برخو کې ډیري سختې جګړې شوي چې ټول پکښې ښکیل ول.» هغه زیاتوي: «خلک په دې اړه چې [په جګړه کې] هر څه څومره ناپاک وي او ټول څرنګه کړکیږي، ډیر قوي شخصي یادونه لري.»