اکوادور: پر خلکو ډزو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي
۱۴۰۳ فروردین ۱۲, یکشنبهد لاتينې امریکا هېواد ايکوادور پولیسو د شنبې ورځې حملې په ارتباط په یوه اعلاميه کې ويلي: «په یو موټر کې ناستو وسلوالو کسانو» په بندري ښار ګواياکيل کې پر ځایي وخت د ماښام په ۶ بجو او ۵۵ دقيقو پر يوه ډله خلکو ډزې پیل کړې.»
په اعلامیه کې راغلې چې «دوه کسان ځای په ځای مړه شول» او یو شمېر نورو په روغتون کې «د سختو ټپونو له کبله» ساه ورکړه. پوليس وايي په پېښه کې اته ټپي شوي کسان د دوی په حفاظت کې دي.
د اکوادور ولسمشر، دانيل نوبوآ، د قربانيانو له «کورنیو سره خپله غمشريکي» ښودلې ده. هغه پر اکس يا پخواني ټويټر ليکلي: «دا ښيي چې د مخدره موادو تروریزم او متحدین ېې د فرصت هڅه کوي تر څو موږ په وحشت کې واچوي، خو هغوی به بریالي نه شي.»
د شنبې ورځې حمله په دوو پر له پسې ورځو کې دوهمه خونړۍ پېښه ده چې په اکوادور کې رامنځ ته کيږي. د جمعې په ورځ د مخدره موادو قاچاقچيانو د ايامپه (Ayampe) ښار له یوه ساحلي تفريح ځای څخه پنځه سيلانيان برمته او ووژل.
د پولیسو په خبره، قاچاقچیانو دغه سيلانیان د خپلې یوې رقيبې جرمي ډلې د غړو په ګمان په تېروتنې سره برمته کړي ول.
د جمعې په ورځ همدارنګه د اکوادور په مانتا ښار کې هم د یوه پوځي افسر په ګډون څلور کسان په ډزو ووژل شول. مانتا د آیامپه په ۱۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي، اکوادور یو وخت د لاتیني امریکا د سولې سنګر ګڼل کېده، خو له کله نه چې د مخدره موادو مافیايي ډلو په کې وده کړې په بحران کې راګير شوی دی. دغه ډلې د ایکوادور بندورنه امریکا او اروپا ته د مخدره موادو د استولو په موخه کاروي.
په دغه هېواد کې د قتلونه کچه له ۲۰۱۸م نه تر ۲۰۲۲م کال پورې څلور چنده لوړه شوې. ايکوادور تېرکال د ۲۲۰ ټنه مخدره موادو د کشف او ضط ريکارډ جوړ کړ.
(AFP)mks/aa/