1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګازو د کمښت ویرې اګثریت المانان انديښمن کړي دي

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې د المان ډيري اوسیدونکي ویره لري چې یا خو به په روان ژمي او یا به هم د راتلونکي کال په ژمي کې د ګازو له کمښت سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/4LPgc
Symbolbild | Gasverbrauch in Deutschland
انځور: Action Pictures/IMAGO

د المان ډيري وګړو په روان یا هم راتلونکي کال کې د ګازو د کمښت خطر په هکله انديښنه ښودلې ده. د «یو ګوو» په نوم یوې ادارې د خپلې یوې تازه سروې يا نظرپوښتنې د پايلو په حواله ویلي دي چې د المان د ۲۹ سلنه اوسیدونکي اندېښنه لري چې په روان ژمي کې به د ګازو د کمښت له ستونزې سره مخامخ شي. په داسې حال کې چې ۲۶ سلنه المانان بیا فکر کوي چې دغه کمی به د راتلونکي کال په ژمي کې رامنځته شي.

قطر: د اداري فساد څیړني د گازو پر صادراتو اغیز درلودلای سي

په دې سروی کې د المان۲۰۰۰ اوسیدونکي پوښتل شوي دي. د المان خبري آژانس dpa له پاره په شوې دې سروې کې یوازې ۲۹ سلنه المانانو ډاډ ښودلی دی چې المان به د ګازو د کمښت له ستونزې سره نه مخامخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې له خوا المان ته د ګازو لیږد د بندیدو خطر په پام کې نیولو سره د المان حکومت لادمخه په هیواد کې د ګازو ذخیرې یا زیرمې ډکې کړې وې. د المان د حکومت په حواله د روان کال په ژمي کې به دغه هیواد د ګازو له کمښت سره نه مخامخ کیږي.

پر روسي ګازو د المان تکیه

د اوکراین د جګړې له پیل څخه مخکې روسیې د المان د ګازو ۵۵ سلنه اړتیا پوره کوله. روسیې اوس د ګازو دغه صادرات په بشپړ ډول بند کړي دي.

د دې ستونزې په پام کې نیولو سره د المان حکومت د ګازو د ګمښت ستونزې سره د مقابلې په خاطر خپل د ګازو ټولې زیرمې ډکې کړې. د المان صدارعظم اولاف شولڅ څو ځلي ویلي دي چې په روان کال کې د هیواد د کازو اړتیا د پورته کولو له پاره په کافي اندازه ګاز موجود دي.

شولڅ د اوبلن گاز د ذخیرې لمړنۍ ساحه پرانیزي

نوموړي په دې وروستیو کې په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې د راتلونکي ژمي له پاره به هم په کافي اندازه ګاز ترلاسه کړای شي. خپل د ګازو ضرورت پورته کولو له پاره المان د متبادلو سرچینو څخه د انرژۍ او په ځانګړي ډول ګازو ترلاسه کولو هڅې جاري ساتلي دي.

د انرژۍ سپما

د انرژۍ د دې کړکیچ له امله په المان کې د انرژۍ د سپما کمپاین هم روان دی. د دې کمپاین له امله د دولتي ودانیو د ګرمولو کچه د تیرو کلونو په مقابل کې کمه ساتل شوې ده، په داسې حال کې چې د بريښنا د سپمولو له پاره هم اقدامات ترسره شوي دي. سربیره پر دې له ولس څخه هم غوښتل شوي دي چې په داوطلبانه ډول دې انرژي وسپموي.

آژانسونه: ش. ن/ا.و.ا