اکثريت افغانان دخارجي قواوو ژر ترژره وتل غواړي
۱۳۸۷ بهمن ۲۱, دوشنبهد اولي پلا دپاره اکثريت افغانان ددې غوښتونکي دي ،چه امريکايي او دناټو قواوي دي ژر ترژره د افغانستان څخه ووزي ،او دهغو کسانو تعداد چه غواړي د طالبانو سره روغه او جوړه وسي ،مخ پر زياتيدو دي .
د جرمني د ARD د چينل ،BBC او امريکايي چينل ABC لخوا تنظيم سوي ټولپوښتني کښي چه نن نشر ته سپارل سوې ده ،راغلي دي چه د تشدد،غربت ، اختلاس او رشوت د په نظر کي نيولو سره د هر لسم افغان څخه څلرم تن يې پدې نظر دی ،چه هيواد پر غلطه خوا روان دی .
يوازي 22 فيصده افغانان پدې عقيده دي ،چه د ناټو او متحده ايالاتو عسکر و د قناعت وړ کارونه سرته رسولي دي ،چه درې کاله مخکي هغه 69 فيصده وه .
دغه ټول پوښتنه دډسامبر د آخري څخه بيا د جنورۍ تر نيمايي پوري تر سره سوې ده، چه د 1500 انتخاب سووافغانانو څخه ديوې افغاني مؤسسې لخوا په ټولو 34 ولايتو کښي پوښتني سوي دي .
پر خارجي قواوو باندي حملو او بمي چادنو ته هر پنځم افغان ښه وايي .
د امريکا اعتبار او پرستيژ د پخوا په نسبت ډير راکښته سوی دی ،چه په اوله کي 83 فيصده ،په 2005 کال کي 65 فيصده او اوس 47 فيصدو ته راکښته سوی دی . خو بلامقابل د هندوستان او ايران اعتبار او پرستيژ بيا لوړ سوی دی .