ايساف ځواکونو په هلمند کي نوي عمليات پيل کړي
۱۳۹۰ فروردین ۹, سهشنبهد دغو عملياتو د په لار اچولو موخه د هوا په توديدو سره د پولي له پوري غاړي افغانستان د اورپکو د را اوښتو څخه مخ نيوي په ګوتو سوي.
په کابل کي د ايساف ځواکونو جرمني جنرال جوزيف بلاتڅ وويل چي د روهارتو په نامه د دغوعملياتو په ترځ کي به هلمند ته د زور پالو د تلو را تلو لاري هم وتړل سي.
دغه عمليات په داسي حال کي په لاره اچول سوي چي د هلمند ولايت باغران، ديشو او خانشين ولسوالۍ لا هم د طالبانو په ولکه کي دي.
د ناټو وياند وايي چي په يادو عملياتو کي افغان ځانګړي ځواکونه هم د ايساف سرتيرو ملتيا کوي.
« د روهاردو په نامه دا عمليات د هلمند او پاکستان تر منځ په نا امنو سيمو کي پيل سوي، موږ هڅه کوو چي له پلو دواړوغاړو ته د مخدره توکو، وسلو او چاوديدونکو توکود قاچاق مخه ونيسو، دا ډيره مهمه ده چي د پاکستان له پولو افغانستان ته د ترهګرو د تلو را تلو لاري وتړل سي».
د ناټو ځواکونو عمومي وياند د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لوي درستيز هغه څرګندوني هم رد کړې چي ګواکي دوی د افغان ځواکونو استخباراتي معلوماتو ته ارزښت نه ورکوي.
شيرمحمد کريمي وړمه ورځ له بي بي سي سره په مرکه کي دغه ټکی څرګند کړی وو.
د ناټو وياند وويل چي د ګډ دښمن په وړاندي د افغان ځواکونو پټو معلوماتو ته خورا زيات ارزښت ورکوي.
د ناټو ځواکونو د رپوټونو مطابق کله چي په جنوبي ولايتونو کي نا امني زياتيږي ورسره جوخت د مخدره توکو په کرکيله، خرڅلاو او کاروبار کي هم زياتوالی راځي.
که له يوه لوري افغان دولت او ګڼ مليتيزه ځواک د افغانستان خاوري ته د يو شمير طالبانو د بيرته را ستنيدو د مخ نيوي نوي هڅي پيل کړي له بلي لوري طالبانو د ملک په يو شمير سيمو کي لا وختي په جبر خپلو ليکو ته د ځوانانو د جلبولو لړۍ پيل کړې.
تيره ورځ له کابل څخه خپريدونکي ملي آرمان ورځپاڼي په يوه رپوټ کي خبر ورکړ چي طالبانو د کابل په ګاونډي ميدان وردګو ولايت کي خلکو ته ويلي چي هره کورنۍ بايد يو يو ځوان د دريو مياشتولپاره د طالبانو ليکو ته ور واستوي.
هغه کورنۍ چي له دغه کار څخه ډډه کوي د اوياوو زرو افغانيو چي له ۱۵۰۰ امريکايي ډالرو سره برابريږي په نغدي جريمي ګواښل سوي دي.
هغه ادعا چي د ميدان وردګو امنيتي چارواکي يي نه مني.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل