1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران ۱۰۰ افغان زندانيان طالبانو ته وسپارل

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې ايران سل تنه افغانان چې په دغه هېواد کې بنديان ول، طالبانو ته سپارلي دي. وزارت ويلي دي چې دا زندانیان د نیمروز ولایت پر پوله طالبانو ته سپارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4SSpW
آرشيف انځور: ايران تر لس و ډير افغان زندانيان طالبانو ته سپارلي
آرشيف انځور: ايران تر لس و ډير افغان زندانيان طالبانو ته سپارليانځور: DW/H. Hashemi

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او همدا شان ایراني رسنيو خبر ورکړی دی چې د يکشنبې په ورځ د ایران حکومت تر سلو ډېر افغان زندانيان طالبانو ته سپارلي دي. 

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په تويتر پاڼه کې راغلي دي چې دا زندانيان په نيمروز ولایت کې د ابريشم بندر له لارې د طالبانو اړونده کسانو ته سپارل شوي دي.

اړونده موضوع: ایران ۱۸۱ افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي

د ځيني ايراني رسنیو په حواله د ايران د عدلیې وزارت د بشري حقونو د برخې مرستیال عسکر جلاليان، ويلي دي چې دا کسان د ايران او افغانستان د يوه توافق پر بنسټ د طالبانو ادارې ته سپارل شوي او د بند پاته موده به په افغانستان کې په زندان کې تيره کړي.

د ايران د فارس خبري آژانس ليکلي دي چې تېر کال هم د ايران او طالبانو ترمنځ د يوه تړون په چوکاټ کې د ۸۰۰ په شا او خوا کې زندانیان د طالبانو ادارې ته سپارل شوي ول څو د بند خپله پاته موده په افغانستان کې سر ته ورسوي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په ايران کې د افغانستان د سفارت طالب چارواکو ويلي دي چې د بنديانو د سپارلو دا بهير به دوام پيدا کړي او په پام کې ده چې ډېر ژر به تر ۲۰۰ ډېر نور بندیان افغانستان ته انتقال شي. 

اړونده موضوع:  د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

د دې سفارت د معلوماتو پر اساس هغه بنديان چې طالبانو ته سپارل شوي دي، د نشه يي توکو په قاچاق او تاوتريخوالي کې د لاس درلودو له کبله په سزا محکوم شوي ول.

تر اوسه په دقيقه توګه روښانه شوې نه ده چې څومره افغان وګړي د ایران په زندانيانو کې شپې او ورځې سبا کوي خو د يو شمیر رپوټونو پر اساس د ایران په زندانونو کې په سلګونه افغان وګړي پراته دي چې له دوی څخه یې يو شمیر د مرګ په سزا محکوم شوي دي.

ب. ص/ س. ر

زموږ له آرشيف څخه: