ايران کې د ډوډۍ بيې لوړېدو له کبله احتجاجونه شوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۴, شنبهاحتجاجونه وروسته له هغې راوپارېدل چې د ايران حکومت د وارد شوو غنمو له پاره سبسايډي يا مالي ملاتړ بند کړ. له دې کبله د غنمو په بنياد د جوړو شوو محصولاتو بيې درې چنده زياتې شوې دي. د ايران رسمي د انفلاسيون يا د پيسو د پړسوب کچه ۴۰ سلنه ده چې د ځينو اټکلونو له مخې ښايي ۵۰ سلنې ته هم ورسيږي. د ايران د ۸۲ ميليونو اوسېدونکو نيمه برخه اوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ايران حکومت اوس پلان لري چې په راتلونکو مياشتو کې خلکو ته ديجيتال کوپون ووېشي چې په بدل کې يې هر چا ته د سبسايډي او تخفيف په بيه يو محدود شمېر ډوډۍ ورسيږي. نورې ډوډۍ به د بازار په بيه عرضه شي. وروسته به نور خوراکي توکي د تخفيف دغه پروګرام ته وراضافه کړل شي. د ايرنا خبري آژانس په حواله په يو شمېر ښارونو کې خال خال احتجاجونه شوي دي چې د خلکو ډلو پکې د لوړېدونکو بيو پر ضد شعارونه ورکړي او ځينو دوکانونو ته يې اور اچولی دی. ټول ټال ۲۲ تنه نيول شوي هم دي. د ايرنا د خبر له مخې »د پارونکو د هڅو سربېره چې غوښتل يې احتجاجونه وکړي، لاريونونه د امنيتي ځواکونو په مداخلې سره پای ته ورسېدل.« زياته شوې چې فضا اوس آرامه شوې ده.
تر ټولو ستر لاريون په دزفول کې د نفتو لرونکي خوزستان ولايت په يوه ښار کې وشو. د ايرنا د اټکل له مخې ۳۰۰ تنه د امنيتي ځواکونو له اړخه سره وپاشل شول. د ايرنا په حواله ۱۵ تنه په دغه ښار کې ونيول شول چې »هڅه يې کوله ګډوډي رامنځ ته کړي.«
د ايرنا په خبره د ايران په لويديځ کې د چهارمحل او بختياري ولايت په شهر کرد کې تقريبا ۲۰۰ تنو لاريون وکړ. زياته شوې چې »لاريون د قانون پلي کوونکو چارواکو په هيله پای ته ورسېد څو د مجرمينو مخه ونيول شي چې ښايي له وضعيت څخه ګټه پورته کړي.«
تېره اوونۍ د لوړېدونکو بيو پر ضد د نارضايت تر لومړنيو نښو وروسته ايراني رسنيو راپور ورکړ چې انترنت مختل شو. دغه ښايي د دې يوه هڅه اوسېدلې وي چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د لاريونونو د راغوښتلو او ويډيوګانو د خپرولو مخه ونيول شي.
د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۳مه) خپور شوی د ايرنا خبري آژانس رپوټ لومړنی اعتراف و چې د دولتي ايراني رسنيو له خوا جوړ شوی دی. خو د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو له خوا پورته شوې ويډيوګانې ښيي چې په دزفول او نورو ښارونو کې احتجاج کوونکو د لوړېدونکو بيو او د ايران د مشرانو پر ضد شعارونه ورکړي دي. د رويټزر خبري آژانس په خپلواکه توګه دغه ويډيوګانې نه شوای تائيدولی. خو د روسيې له خوا په اوکراين باندې د يرغل راهيسې په ټوله نړۍ کې د غنمو بيې خورا لوړې شوې دي. ايراني چارواکو دا تور هم لګولی دی چې د ډوډۍ بيه لوړه شوې ده ځکه چې قاچاق وړونکو په ايران کې د سبسايډي يا مالي ملاتړ په مرسته پخه شوې وچه ډوډۍ عراق او افغانستان ته رسولې ده.
آ./ن.ص./ا.ا.