ايران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو بريدونه کړي
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو د معلوماتو په حواله په عراق کې دوې هغه پوځي اډې چې امريکا ترې کار اخلي، هم د هغو بالستيک توغنديو هدف گرځيدلي چې د ایران له خوا توغول شوي ول.
د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت يا پنتاگون له خوا ويل شوي چې د هدف گرځول شويو اډو څخه یې يوه د عراق په مرکزي سيمه کې د «عين الاسد» په نوم د هوايي ځواک او دويمه د شمالي ښار اربيل پوځي اډه ده.
تر اوسه د ممکنه قربانيانو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. پنتاگون ويلي دي: «موږ د بريدونو د زيانونو په اړه لومړۍ ارزونې پېل کړي دي. او په سيمه کې به د خپلو عسکرو، متحدينو او شريکانو د ساتنې له پاره له هرې لارې چارې کار واخیستل شي.»
«هر څه ښه دي»
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنيت له سلاکارانو سره تر بيړنۍ غونډې وروسته د تويتر له لارې وليکل چې «هر څه ښه دي.» او د وضعيت په اړه ارزونه روانه ده. هغه زياته کړه: «موږ پياوړی پوځ لرو چې په ټوله نړۍ کې په شان سره سنبال دی.» هغه وويل چې د بريد په اړه به وروسته د ورځې په اوږدو کې يوه اعلاميه خپره کړي.
د فارس خبري آژآنس په حواله د ايران ولسمشر حسن روحاني تر بريدونو وروسته د چهار شنبې په ورځ وويل چې واشنگتن به ښايي د جنرال سليماني «لاس قطع» کړی وي خو په ځواب کې به یې په سيمه کې د امريکا «پښه» قطع کړای شي. د ايران دولتي تلويزيون ويلي چې په بريد کې ۸۰ «امريکايي ترهگر» وژل شوي او همدا راز یې د امريکا پوځ تجهیزات او څرخي الوتکې ويجاړې کړي دي.
زياته شوې ده چې د ايران پوځ په ټوله کې پر امريکايي هدفونو ۱۵ راکټونه فایر کړي دي او هيڅ يو یې هم د دافع هوا سيسټم له خوا نه دی نيول شوی.
د رسنيو په حواله په عراق کې ميشت امريکايي عسکرو ته د ايران د توغندیزو بريدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی وو. د سي اين اين شبکې د پوځي چارواکو په حواله ويلي چې د خطر زنگ د غږيدو له کبله امريکايي پرسونال وخت درولود چې ځان خوندي ساحې ته ورسوي.
د عراق هوايي قلمرو تړل شوی
تر بريد څو ساعته مخکې ولسمشر ترمپ خبرداری ورکړی وو: «که ايران داسې څه وکړي چې بايد یې ونه کړي، نو له ځواب سره به یې مخ شي. او دغه ځواب به ډېر قوي وي.»
د امريکا د هوايي چلن ادارې «ايف ای ای» اوسمهال د امريکايي هوايي شرکتونو پر مخ د عراق، ايران، پارس خليج او د عمان خيلج هوايي حريم تړلی دی. ويل شوي چې هلته اوس ستر خطر متوجې دی.
ايران د «بشپړې بریا» اعلان کړی
د ايران سپاه پاسداران ځواک ويلي چې د «عين الاسد» اډه په «بشپړه توگه ورانه» کړې ده. زياته شوې چې د «امريکايانو تر استعمال لاندې پر دغه» اډه یې د ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي بالستيک توغنديو بريد «له هره نظره يوه کاميابي وه.» د سپاه پاسداران يوه قوماند وويل چې دا بريدونه يوازې لومړی گام وو. دغه قوماندان د هغه په خبره «لوی شیطان» ته د دغه ځواک د نورو سترو بريدونو گواښ وکړ.
د سپاه پاسداران ځواک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې زياته شوې چې د امريکا هر ډول غبرگون ته به سخت ځواب ووايي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف دا بريد «د خپل دفاع له پاره يو مناسب او مشروع عمل وباله.» نوموړي په عين حال کې د تويتر له لارې ټینگار وکړ: «موږ د شخړې پراخولو او جگړه ته ليواله نه يوو، خو موږ به د هر تیري په مقابل کې خپله دفاع وکړو.»
په عراق کې کابو ۵۰۰۰ امريکايي عسکر ميشت دي چې د داعش پر وړاندې مبارزې په موخه د يوه نړيوال ائتلاف مشري کوي. په عراق کې د امريکا پوځي اډې په څو ځلي د سیمې د شعيه مليشو چې د ایران له ملاتړ برخمنې دي، د بريدونو هدف هم گرځيدلي دي. خو پر ايران يوه مستقم حمله د دې باعث شوه چې د امريکا او دغه هېواد ترمنځ وضعه لا پسې خرابه شي.
د ايران اسلامي جمهوريت د امريکا په يوه هوايي بريد کې د جنرال قاسم سليماني د وژنې د غچ اخيستو قسم خوړلی وو.
bs/nz (rtr, dpa, afp, ap)