ايران د اټومي لانجې پر سر خبرو اترو ته پر خپل چمتووالي ټنگار کړی
۱۳۸۹ تیر ۸, سهشنبهخو د ايران ولسمشر احمدي نژاد وايي چي دوئ به د روان کال د سپتمبر په مياشت کي خبرو ته چمتو وي.
هغه ويلي چي دا د لويديځ دپاره يوه «سزا» ده چي زده يې کړي چي څنګه سړي رغوونکي خبري اتري پرمخ بيايي.
د امريکې د متحدو ايالتونو د استخباراتو وروستي اټکلونه په تهران کي د «رواني جګړې د پرمخ بيولو» په توګه وارزول سول. د سي آي اِې مشر ليون پانيتا د امريکايي ټلويزيون اِې بي سي ته د يکشنبې په ورځ څرګنده کړه، ايران د دوو نورو اټومي بمونو لپاره کافي توکي لري.
د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويدف د سي آي اې د څرګندونو څخه انديښنه ښکاره کړه. ده وويل،که څه هم چي معلومات بايد وڅېړل سي،خو بيا هم د انديښنې يو لامل ګرځي، ځکه د دغه اسلامي جمهوريت اټومي پروګرام روڼ نه دی.
لويديځ ګومان کوي چې ايران د ملکي اټومي پروګرام تر پردې لاندې اټومي وسلې جوړوي. د امنيت نړيوالې شورا د جون د مياشتې په پيل کې د څلورم ځل لپاره د ايران په وړاندې تعزيرونه وضع کړل.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي ويلي دي، سره له دې چي د امنيت شورا د جون په مياشت کي د ايران د اسلامي جمهوريت په وړاندي جزايي تدبيرونه ونيول، بيا هم د سياسي حل لپاره دروازې پرانيستي دي.
Euronews Ü ABC/ سهيلا حسر نظيمي
کتونکی. زيارمل