ايران برتانوي ماڼوگان خوشي کړل
۱۳۸۶ فروردین ۱۵, چهارشنبهاعلان
ايراني چارواکي وايي چې نوموړي ماڼوگان به د پنج شنبې په ورځ خپل هېواد ته ستانه شي. د برتانيې حکومت له دې اعلان څخه هر کلی کړی دی. د برتانيې سمندري ځواکونه د مارچ په درويشتمه نېټه د شط العرب سيند ته نژدې په دې تور ونيول شول، چې گواکې د ايران له سمندري پولو څخه يې سرغړونه کړې وه. برتانيا په دې ټينگار کوي چې ماڼوگان يې د عراق په خاوره کې وو.