1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: اروپايي اتحاديه اتومي تړون نشي ژغورلی

۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبه

د ايران د اتومي انرژۍ ادارې ويلي دي چې اروپايي ټولنه د ۲۰۱۵م کال په اتومي تړون کې «د ورکړل شويو ژمنو په عملي کولو نه ده توانيدلې.» د آلمان د بهرنيو چارو وزير هم د دې شخړې له پراخيدو څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3PGLD
Iran Atomanlage in Buschehr
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh

د ايران د اتومي انرژۍ آژانس مشر علي اکبر صالحي پر اروپايي قدرتونو گوزار وکړ او ویې ويل چې د دغه ټولنې مات شوي تړون ايران ته له دې پرته بل کوم انتخاب نه دی پرېښی چې د ۲۰۱۵م کال تړون ته خپله ژمنتيا نوره هم کمه کړي.

نوموړي وويل: «په پام کې وه چې اروپايي ټولنه به د امريکا متحده ايالاتو ځای ونيسي. خو هغوی د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاته راغلل.»

صالحي دې تړون ته چې لنډيز یې « JCPOA» دی، په اشارې سره وويل: «موږ د اروپايي ټولنې د وياند له خولې واوریدل چې دوی به تړون ته تر هغه ژمن وي، څو چې ورته ايران ژمن وي.» هغه زياته کړه: «زه حیران يم چې آیا دوی د تړون نه عملي کولو ته ژمن دي؟ او يا دوی دې ته ژمن دي چې کړې وعدې عملي نه کړي؟ متاسفانه اروپايانو تر اوسه همدا کار کړی دی.؟»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د دې په ځواب کې د ايران او امريکا د دې اتومي لانجې له پراخيدو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي له فونکه رسنیزې ډلې سره په يوه مرکه کې وويل: «اوس بايد هر څوک مسئولانه چلند وکړي که نه نو موږ يوه سوله ایز حل ته د رسېدو چانس له خطر سره مخاموو.»

د ۲۰۱۵م کال تړون، يوه «يوه اړخیزه جاده»

صالحي د يکشنبې په ورځ د نيوکو په ترڅ کې زياته کړه چې دغه تړون اوس يوازې په «يوه اړخیزه جاده» بدل شوی وو. هغه زياته کړه: «دغه جاده بايد دوه اړخیزه وای. که چېرې دا يو اړخیزه کیږي نو د ايران اسلامي جمهوريت به په سم وخت کې سمې پريکړې وکړي لکه تر اوسه چې يې د درو گامونو په پورته کولو سره کړي دي.»

صالحي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې برحاله مشر کورنل فیروته، د يکشنبې په ورځ په تهران کې له ايراني چارواکو سره وليدل. دا ليده کاته تر هغه وروسته ترسره شول چې ايران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د يورانيمو د غني کولو پروسې د چټولو له پاره یې پرمختللي سنتري فیوژونه نصب کړي.

آلمان، فرانسه او بريتانيا په تېر کال کې د امريکا له خوا په يو اړخیزه توگه د تړون تر لغوه کولو او پر ايران د بندیزونو د بيرته لگيدو وروسته د دې تړون د ژغورلو هڅه کوي.

د کريملن له خوا د جاري کړل شوې اعلاميې په حواله جمهوررئيس ولاديمير پوتين له خپل فرانسوي سيال ايمانويل مکرون سره د يکشنبې په ورځ په تليفوني خبرو کې د ايران په اړه ږغېدلي او «د ټولو ښکيلو خواو د هڅو د انسجام په اړه يې خبري کړي، څو دغه تړون وساتل شي او پرته له کوم محدوديته عملي شي.»

په پاريس کې د الیزې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې مکرون او پوتين پر دې خبره سره يو ول چې «ټولې ښکیلې خواوې» باید «سياسي پریکړې وکړې څو ترينگلتيا راکمه شي.»

درېيمه سرغړونه

ايران د شنبې په ورځ د پرمختللو سنتري فيوژنو په نصبولو سره په دې پېل وکړ چې د يورانيمو د غني کولو بهير کړندی کړي.  

د ايران دا کړنه چې له اوږدې مودې راهیسې یې نخښې نښانې موجودې وې، د ۲۰۱۵م کال له نړيوال اتومي تړون څخه چې اقتصادي بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې یې د خپل اتومي پروگرام د محدودولو ژمنه پکښې کړی وه، درېيمه سرغړونه ده.

په جولای مياشت کې ايران د يورانيمو زيرمه د تر ۳۰۰ کيلوگرامه حد څخه زياتولو ته د اجازې په ورکړې سره او يورانيمو د زيرمو د پاکوالي حد په پام کي نه نيولو سره د تړون له دوو مادو څخه سرغړونه وکړه.

د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون هغه وخت د ستونزو ښکار شو چې امريکا متحده ایالاتو او متحدينو ته یې دا انديښنه ورپيدا شوه چې هغه اتومي پروگرام چې ايران ټينگار کوي چې د ملکي موخو له پاره یې پر مخ وړي، د وسلو جوړولو موخه هم لري.

ولسمشر دونالد ترمپ تېر کال دا تړون په يو اړخیز ډول لغوه اعلان کړ او پر ايران یې بيرته بندیزونه ولگول.

BS/NZ (AFP, dpa)