1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: اتومي تاسيساتو کې چاودنه ډېره پخوا طراحي شوې وه

۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبه

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې د رپوټ پر بنياد د نطنز چاودنه د لومړنيو راپورونو د اټکل په نسبت لا زوروره وه. په دې رپوټ‌ کې دا هم راغلي دي چې اسرائيل د چاودنې مسئوليت لري او دغه اقدام د امريکا په اطلاع سره شوی دی.

https://p.dw.com/p/3f9Eo
Iran I Atomkraft I Brand I Atomanlage Natanz
انځور: picture-alliance/Tampa Bay Times

د ايران په نطنز کې پر اتومي تاسيساتو د چاودنې او د هغې د ابعادو په اړه ګنګوسې او اټکلونه دوام لري.‌ ايران هم دغه چاودنه تائيد کړې ده او وايي چې د لامل په هکله يې کافي اطلاعات لري، خو اوس د امنيتي وجوهاتو له مخې له افشا کولو څخه يې ډډه کوي.‌

په دې اړوند د «نيو يارک ټايمز» ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای پر ۱۰مه) يو ځانګړی رپوټ خپور کړی دی چې د دوو امنيتي سرچينو نقل قولونه يې پکې راوړي دي. له دې مخې د نطنز په اتومي تاسيساتو او د پرمختللو سانتريفوژونو په څانګه کې چاودنه لا ډېره پخوا پلان شوې وه.

په دې رپوټ کې راغلي‌ دي چې د دغې چاودنې مسئوليت د اسرائيل پر غاړه دی چې دغه هېواد د امريکا متحده آيالاتو په اطلاع سره دغه اقدام پورته کړی دی. د دغه مطلب ليکونکو د کارپوهانو له خوا د سپوږمکۍ د انځورونو ارزونې ته په اشارې سره ويلي دي چې د چاودنې شدت او دغو تاسيساتو ته اوښتی زيان له هغه څه څو برابره زيات وو چې په لومړنيو رپوټونو کې يې راغلي‌ ول.

Iran I Atomkraft I Brand I Atomanlage Natanz
انځور: picture-alliance/AP

د نطنز چاودنه او د ستاکس نېټ کمپيوټري‌ ويروس

د کارپوهانو له خوا د تر سره شوو څېړنو په اساس د پرمختللو سانتريفوژونو توليد کېدای شي‌ د دغې چاودنې په پايله کې دوه کاله وځنډيږي.

دغه رپوټ همداراز تاکيد کوي چې سره له دې چې دغه بريد د ايران له خوا د سانتريفوژونو د توليد مخه نه شي‌ نيولی، خو کولی شي د ايران په اتومي تګلاره کې اختلال ايجاد او د دغې تګلارې اجرا يې يو تر دوه کاله پورې وځنډوي.

د نيو يارک ټايمز رپوټ ليکونکو د نطنز پر اتومي تاسيساتو باندې بريد د لسو کالو پخوا سايبري حملې سره پرتله کړی دی چې هغه هم د ايران پر اتومي تاسيساتو باندې شوې وه. د اطلاعاتي سرچينو په نقل سره يې کښلي دي چې د نطنز دغه اوسنۍ چاودنه هم له ډېرې مودې پخوا راهيسې طراحي‌ شوې وه.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (04.09.2017):