ايرانيان نوروز ته چمتووالی نيسي
ايرانيان د نوروز د لرغوني جشن لپاره چمتووالی نيسي. ډېری خلک د اړينو شيانو د رانيولو او پېرلو له پاره بازار ته ځي. په نړيوالو رسنيو کې هم دغو هلو ځلو سږ کال پراخ انعکاس موندلی دی. د نوروز په اړه انځورونه دلته ليدلای شئ.
ايرانيان له نوي کال مخکې لا د شيانو رانيولو ته ملا تړي. په دغه بازار کې د نوروز له پاره ټول اړين توکي پيدا کيږي.
د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې جنترۍ کې راغلي دي چې د نوروز جشن ۳ زره کلن تاريخ لري.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه ليک له مخې د مارچ مياشتې په ۲۰مه يا ۲۱مه نېټه نوروز لمانځل کيږي.
د ايرانيانو د دود له مخې د نوي کال پر دسترخوان باندې دغسې سره کبان هم ځای پر ځای کيږي. دا چې ولې په دې اړه لا بحثونه روان دي. ځينې دغسې کبان د نوي کال يو عادي نښان ګڼي، نور بيا وايي چې هغه د ايرانيانو په کلتور کې د «برج حوت» څخه نمايندګي کوي، چې په ادبياتو کې يې يادونه شوې او د ساسانيانو په دوره کې د نوي کال اصلي سمبول بلل کېده.
ځينې وګړي بيا د ژوو او چاپېريال ساتنې له اړخه د کبانو څخه ډډه کولو ته ترجيع ورکوي.
نوروز په ډېرو هېوادونو کې، لکه ایران، افغانستان، تاجکستان، د ترکیې په ځينو برخو، آذربایجان، د عراق په شمال، ازبکستان، ترکمنستان، هند، پاکستان او د چین په لويديځ کې لمانځل کيږي.
په ايران او افغانستان کې نوروز د جنترۍ له مخې د نوي کال لومړنۍ ورځ هم ده.
ايرانيان د ۱۳۹۵ کال جشن ته د چمتووالي نيولو په حال کې.
د نوي کال په درشل کې په ايران کې پېر او پلور هم ډېريږي.
نوروز په ايران کې تر ټولو لرغونی جشن بلل کيږي چې تر اوسه لا تجليل کيږي.
داسې اټکل کيږي چې په ټوله نړۍ کې څه نا څه ۳۰۰ ميليونه انسانان نوروز لمانځي.
په ايران کې نوروز ته د چمتووالي له پاره وکړي د پېر او پلور په حال کې.
د نوروز د پيدايښت اصلي وخت څرګند نه دی. ځينې وايي چې دغه دود په بلخ کې رامنځ ته شوی دی.
په بازارونو کې هر ډول هغه شيان پيدا کيږي چې خلک يې د نوروز له پاره غواړي وپېري.
د نوروز يو دود دا دی چې د غنمو بوزغلي چمتو کيږي.
د نوروز د لمانځنې مخکې په بازارونو کې خورا ډېره ګڼه ګوڼه وي.