1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ايا سپيان به په بوی کښلو سره په کرونا اخته کس وموندلای سي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

سپيان د انسانانو په پرتله لس زره چنده زيات د بوی حس لري او تر مخه لا د مخدره او نورو قاچاقي توکو پر ضد کاريږي. خو که د سپيانو په مرسته د کرونا موندنې روانې هڅې بريالۍ سي، نو دا به لوی کشف وي.

https://p.dw.com/p/3ae7B
Hunderasse
انځور: picture-alliance/dpa

د سپيانو د بوی د حس د وړتيا په تړاو څېړني سوي دي. ساينسپوهان اټکل کوي چي هره ناروغي خپل ځان ته يو ډول بد بوی لري. د بريتانيا يوې مرستندويه ټولنې له ساينس پوهانو سره يو نوښت کړی او غواړي چي د سپيانو په مرسته د کويد ۱۹ کرونا ويروس په بوی پيدا کړي. دا هغه سپيان دي چي تر مخه لا د سرطان او پارکنسون ناروغۍ د لومړنيو علايمو د موندلو له پاره روزل سوي دي.

څېړونکي غواړي چي په لندن کي د نظافت او تروپيکي يا استوايي طب د ښوونځي د ځانګړو سپيو په مرسته وازمويي چي ايا سپي کرونا پر بوی پېژندلای سي که نه. ويل سوي چي د ياد مقصد له پاره د سپيانو د روزلو کار له شپږو اونيو راهيسي پېل سوی دی.

اړونده سازمان وايي چي غواړي له دې مخکي چي د کرونا وبا پای ته ورسيږي معلومه کړي چي ايا د سپيانو په مرسته معاينه او موندنه ممکنه ده که نه. دغه سازمان زياته کړې ده چي که دغه ازموينه بريالۍ سي نو دا به د کرونا ويروس د کشف يوه ډېره آسانه لاره وي.

Indonesien Wahlen Polizei trift Vorbereitungen
انځور: picture-alliance/dpa

ياد سازمان تر مخه لا د سرطان، پارکنسون او د بعضو باکترياؤ له مخي رامنځ ته کېدونکي ناروغۍ د سپيانو په مرسته په برياليتوب تشخيص کړي دي. د سپيانو په مرسته د طبي معاينو د بنسټ ايښودونکي کلېر ګيسټ په وينا په تيوريتيکي توګه دا روښانه ده چي سپي د بوی د حس په مرسته کويد ۱۹ ويروس تشخيص کولای سي. خو د هغه په وينا دا بايد اوس په عمل کي وازمويل او ثابت کړل سي.

کلېر ګيسټ زياتوي: »زموږ هدف دا دی چي سپيان د کرونا ويروس د پېژندلو وړتيا ولري، په شمول د هغو کسانو چي په ويروس اخته وي، خو علايم يې لا نه وي راڅرګند سوي.« ګيسټ وايي چي که دغه ازموينه بريالۍ سي نو دا به د تشخيص له پاره يوه ډېره ګړندۍ، اغېزمنه او غير حمله کوونکې لاره وي. په زياته په داسي وخت کي چي د يوه هيواد روغتيايي نظام د زياتو ناروغانو له کبله تر فشار لاندي راغلی وي او امکانات او وسايل محدود وي.

د دورهم پوهنتون استاد سټيف ليندسي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دا ډول سپيان به د بېلګي په توګه پر سرحدونو او هوايي ډګرونو مؤظف کيدلای سي او په آسانه توګه به وکولای سي چي په مسافرو کي کرونا ويروس تشخيص کړي او په دې توګه د ويروس د خپراوي په مخنيوي کي مرسته وکړي.

AG/AWA/NZ