ايا د حيواناتو په دغو عجيبو ريکارډونو خبر واست؟
ځيني حيوانات داسي ځانګړتياوي يا خصوصيات لري چي له نورو حيواناتو څخه يې بېلوي. راځئ په دغه انځوريز البوم کي د داسي حيواناتو څو بېلګي دروپېژنو.
چيتا
په حيواناتو کي بل هيڅ حيوان د چيتا په شان گړندی نه سي ځغستلای. دغه حيوان په ساعت کي ۱۲۰ کلومتره چټک ځغستلای سي.
امريکايي هوسۍ
بل هيڅ حيوان بېله دمه اخيستو په ځغستا سره دومره اوږد مزل نه سي وهلای لکه امريکايي هوسۍ. د هوسيو دغه ډول په ساعت کي په ۶۰ يا ۷۰ سرعت سره تر پنځو کلومترو پوري بې له دمي ځغاستلای سي.
شترمرغ
شترمرغ په مرغانو کي تر ټولو چټک سرعت لرونکی مرغه دی. دغه مرغه په ساعت کي۷۰ کلومتره واټن وهلای سي. دغه مرغه بې له دمي نيم ساعت په ۵۰ کلومتره سرعت سره ځغاستلای سي.
افريقايي لاښخور
افريقايي روپل ډوله لاښخور په مرغانو کي تر ټولو هسک الوتونکی مرغه دی. دغه مرغه په ۱۹۷۳ کال په ۱۱۲۰۰ متر هسکوالي کي له يوې الوتکي څخه وليدل سو. دا په داسي حال کي چي اکثريت نور مرغان د ۱۰۰ او ۲۰۰۰ مترو په هسکوالي کي الوتلای سي.
غرنی زمری / پوما
غرنی زمری چي ورته پوما ويل کيږي۵۰ کلوګرامه وزن لري. دغه حيوان کولای سي چي له مځکي څخه تر ۵ مترو پوري لوړ ټوپ ووهي. پر مځکه ژوند کوونکو حيوانانو کي دا تر ټولو لوړ ټوپ دی. په اوبو کي دولفين تر ۷ مترو پوري د اوبو له سطحي جګ ټوپ وهلای سي.
شکر خوره
شکر خوره مرغه کوليبري د نړۍ تر ټولو کوچنی مرغه دی. د دغه مرغانو ځيني اقسام صرف دوه ګرامه وزن او ۶ سانتي متره اوږدوالی لري.
عنبر نهنګ
غنبر نهنګ کولای سي چي تر ۳۰۰۰ مترو پوري د اوبو تر سطحي لاندي غوټه ووهي. دغه حيوان چي صرف د اوبو له سطحي پورته تنفس کولای سي، تر يو ساعت پوري تر اوبو لاندي بېله ساه اخيستلو تېرولای سي.
افريقايي غرڅنۍ
افريقايي غرڅنۍ کولای سي چي په ډيره زياته ګرمي کي ژوند وکړي. د دغه حيوان د خپل بدن د حرارت درجه ۴۵ درجې وي. دغه حيوان په اونيو اونيو بېله اوبو چښلو ژوندی پاتېدلای سي.
شوپرک
شوپرک دومره حساس غوږونه لري چي له زښتي زياتي فاصلې څخه حتی ډېر کرار ږغ اورېدلای سي. دغه حيوان د ښکار پر وخت خپله دغه وړتيا په ډېره ځرکتيا پر کار اچوي.
شپږي او ملخان
شپږي او ملخ هغه حشرات دي چي د خپل اوږدوالي په اندازه څو سوه ځله زيات جګ ټوپ وهلای سي.