1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

اويفاوير : د کرونا پرضد روسي درمل

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د اويفاوير په نامه په روسيه کي توليد سوي درمل چي د انفلوانزا پرضد يوې جاپانۍ دوا څخه جوړ سوي، تر اوسه  ۱۵ هيوادونو ته استول سوي. آلمان هم هغه زيرمه کړي دي. خو دغه درمل څومره اغيزمن دي؟

https://p.dw.com/p/3gUi7
Medikament Avifavir gegen COVID-19
انځور: picture-alliance/dpa/Russian Direct Investment Fund/A. Rudakov

اويفاوير : د کرونا پرضد روسي درملد روسيې د مستقيمي پانګه اچوني د بڼسټ مشر کيريل ديميتريف د روسيې تلويزيون ته وويل: «موږ ښه برياليتوبونه په لاس راوړي، دغه درمل تر اوسه پوري ۱۵هيوادونو ته استول سوي. په حقيقت کي د اويفاوير دوه ډوله تابليتونه موجود دي چي ټاکلو شمير هيوادونو ته ليږل سوي دي. امريکايي ريمديسايوير او روسي اويفاوير.

روسي چارواکو د می مياشتي په آخره کي د فاويپيراوير په نامه دوا ته اجازه ورکړه. دغه دوا د خيمرار له کمپنۍ سره په ګډه د روسيې په خيمکي ښار کي جوړه سوې وه. د هغې د نسخې اساس په عين نامه د انفلوانزا په وړاندي جاپانۍ دوا څخه اخيستل سوی چي د آويګان په نامه مشهوره ده.

له جاپاني نسخو څخه ګټه اخيستل

فاويپيراوير يا آويګان ته په ۲۰۱۴م کال کي د انفلوانزا يا ګريپ پرضد درملو په توګه اجازه ورکول سوه خو له ځينو محدوديتونو سره. د هغې کارول هغه وخت اجازه لري چي د انفلوانزه پر ضد نوري دواوي خپل اغيز ښکاره نه کړي. يعني د ورستي ميتود په حيث.

د غربي رسنيو په حواله نوموړي دوا ته د اجازه ورکولو پروسه ډيره سخته وه او درې کاله يې دوام وکړ. دا ځکه چي په نوو زيږيدلو کوچنيانو کي جسمي معيوبيت رامنځته کوي، له همدې کبله اميدواره او شيدې ورکوونکي ميرمني اجازه نه لري هغه وخوري.

Medikament Avifavir gegen COVID-19
د اويفاوير په نامه دغه درمل چي د انفلوانزا پرضد يوې جاپانۍ دوا څخه جوړ سوي، تر اوسه ۱۵ هيوادونو ته استول سوي ديانځور: picture-alliance/dpa/Russian Direct Investment Fund/A. Rudakov

آلمان يې د زيرمه په توګه رانيسي

جاپان يوازنی هيواد نه دی چي پکښي له آويګان څخه د کرونا پر ضد کار اخيستل کيږي. څه ناڅه ۴۰ هيوادونه چي آلمان هم پکښي شامل دی ، له اپريل مياشتي راهيسي هغه د کوويد ۱۹ پرضد نورو درملو سره په ګډه په کلينيکي آزموينو کي کاروي.

د جرمني د روغتيا ايالتي وزارت دويچه ويلي ته ويلي چي د آويګان شاوخوا ۲۶۰ زره تابليتونه د کوويد ۱۹ د سختي ناروغۍ د پروسې او يا هم د کرونا د دوهمې څپې د احتمالي رامنځته کيدو له پاره رانيول سوې او پر ټاکلو کلينيکونو باندي ويشل سوي دي.

په احتياط سره خوشبينه کيدل

د آلماني/روسي کوخ ميچنيکوف فوروم مشر هيلموت هان په نظر فاويپيراوير د کوويد ۱۹ پر ضد ډير اغيزمن ښکاري او له ريمديسايوير سره ورته والی لري. دا ښه خبره ده چي دا ډول درمل موجود دي خو بيا هم زموږ په نظر د هغه د تاثيراتو په هکله لا ثبوت موجود نه دی.

د هان په خبره، په آلمان کي لا دغه ډول درمل په بشپړ ډول نه سي کارول کيدای، ځکه چي په دې اړه هر اړخيزه پلټني نه دي سوي.

هان زياتوي: «که روسيه نن لا دغه درمل د ډيرو ناروغانو د درملني له پاره وکاروي، بيا نو د هغوی دا کار د درک وړ دی.»

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (30.03.2020):