اولاند په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهاعلان
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د جمعې په ورځ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید. په پام کې ده چې هغه به له خپل افغان سیال ولسمشر حامد کرزي سره وویني
.
دا افغانستان ته د و اولاند لومړی سفر دئ. هغه په روانې میاشتې کې فرانسې د ولسمشر په توگه وټاکل شو. له اولاند سره د افغانستان په سفر کې د هغه د دفاع او بهرنیو چارو وزیران او همداراز د فرانسې لوی درستیز هم ملگري دي.
د کاپیسا په ولایت کې د فرانسوي ځواکونو له یوې اډې څخه د لیدنې پر مهال ولسمشر اولاند ویلي دي چې له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل به د ناټو له نورو غړو سره په همغږۍ کې تر سره شي. هغه په دې هکله په خاصه توگه له متحده ایالاتو څخه یادونه کړې ده.