1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اودیسه: د روسېې په توغندویز برید کې ۱۸ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

د اوکراین په اودیسه ښار کې د هستوګنې پر يوه سیمه توغندی لګیدلی چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي. چارواکي وايي دغه توغندي د تورې بحیرې له استقامته توغول شوي چې شاوخوا ۳۰ نور کسان پکې ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4DVNp
Ukraine-Krieg Angriff in Odessa
د آرشیف انځور - اوديسهانځور: Max Pshybyshevsky/AP/picture alliance

اوکرايني چارواکي وايي د جمعې ورځې په سهار وختي د بندری ښار، اوديسه کې د هستوګنې پر یو ساختمان د روسي قواوو په توغندویز برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې چې په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. دغه پيښه داسې وخت رامنځ ته کیږي چې تر دې يوه ورځ مخکې روسېې د تورې بحیرې له يوه ستراتيژيک ټاپو څخه خپل ځواکونه وایستل.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مرستیال، کریل تیموشینکو، هم ويلي دي چې په دغې توغندویزه حمله کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

په اوديسه کې د ځايي حکومت یو ویاند، سرهي براتچوک، پر ټيلګرام لیکلي دي چې۳۰ تنه نور ټپيان شوي هم دي. براتچوک ويلي دي چې روسېې Kh-22 ډوله توغندي استعمال کړي چې ټول يې د تورې بحرې له استقامته توغول شوي دي. خو رويټرز چې له کيف څخه ېې دغه رپوټ ورکړی وايي چې دوی د پيښې په اړه دغه ادعاوې په مستقله توګه تائیدولی نشي.

Ukraine | Menschen in einem Schutzraum in Odesa
اوکرایني چارواکي وايي روسي ځواکونو په جون میاشت کې پر اودیسه ښار ۳۲۲ توغندي توغولي چې ۶۸ ملکیان ېې وژليانځور: NurPhoto/picture alliance

د اوکراین خبري سرچينو ويلي دي چې په دغه توغندویز برید کې یوه تفريحي سیمه او پر یو څو پوړيز ساختمان باندې شوی دی. زیاته شوې چې یو توغندی شاوخواو یوه بجه د شپې ولګید.

د اوکرايني چارواکو له قوله ويل شوي دي چې په دغه سیمه کې ۱۵۲ کسان اوسیدل او زیاتوي چې د ژغورنې ډله سیمه ته رسيدلې تر اوسه يې ۴۱ کسان ژغورلي او د ساختمان په ويجاړو کې د نوور احتمالي بند پاتې شوو کسانو د موندلو لټون ادامه لري.

د اوکراین پوځ یوه جنرال د پنجشنبې په ورځ وويل چې روسيه هڅه کوي د اوکراین پوځ او حیاتي زيربناوې د شوروی اتحاد د وخت پر توغندويو په نښه کړي. دغه چارواکي وويل چې روسېې د جون میاشتې په لومړيو پنځلس ورځو کې دا ډول ۱۲۰ او د دغې میاشتې په دوهمه نیمايي کې ۲۰۲ توغندي توغولي دي. هغه وايي روسيه تر ډيره له دغو زړو توغنديو چې نادقیق هدف ولي استفاده کوي چې له امله ېې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیږي. د پوځ دغه چارواکي ويلي دي چې د جون مياشتې په دوهمه نیمايي کې ۶۸ ملکيان وژل شوي دي.

خو روسيه پر ملکي سیمو د شوو بریدونو ادعاوې ردوي. روسيه پر اوکراین د فبرورۍ په ۲۴مه یرغل وکړ چې روسیه ورته د «ځانګړو عملیاتو» نوم ورکوي. روسیه وايي په دغه عملیاتو کې ېې ملکي سیمې نه دي په نښه کړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.