اوباما په برلين کي دی
۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبهبارک اوباما نن د برلين په براندنبرگرتور کي د برلين د يوالي له منار سره خپله د آلمان په وخت د پنځو بجو په شاوخوا کي آلمانانو ته وينا کوي.
په دغه ځای کي چي اوباما شپږ زرو تنو مېلمنو ته وينا کوي نزدې شل کاله دمخه ديوال وهل شوی وو او برلين پر ختيځ او لوېديځ سره وېشل شوی وو. خو اوس دغه ديوال ړنگ شوی دی او په يادوگاري برخه کي يې اوباما وينا کوي.
دا چي د اوباما په وينا کي به څه پيغام وي مېلمانه يې په ډيري بې صبرۍ سره انتظار کوي. د وينا تر خپريدو دمخه ويل کيږي چي اوباما به د یو لړ نورو مسایلو ترڅنګ په دوه اړه خيزه توګه د اټومي سرګولولو د کمولو وړاندیز وکړي.
په برلین کي د متحده ایالاتو یوه حکومتي چارواکي وویل، چي اوباما په راتلونکي کال کي په دنهاګ کي د اټومي امنیت د یوې سرمشريیزي وړاندیز هم وکړ. خو شان یوه غونډه ښایی په ۲۰۱۶کال کي کله چي د هغه د جمهوري رياست دوره ختميږي جوړه شي.
سربیره پر دې ویل شوي دي، چي هغه به په خپله دغه وینا کي اقلیمي بدلون، د افراطيانو پر وړاندي د ځان ساتني له پاره د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همکارۍ د پراخوالو او دغه راز د لویدیځو دولتونو له خوا د بنسټيزو بشري ارزښتونو د پیاوړي کولو موضوعاتو ته هم اشاره وکړي.
په برلین کي د اوباما دوهمه وینا
پنځه کاله دمخه هم په برلین کي بارک اوباما آلمانانو ته یو وینا وکړه. خو په هغه وخت کي اوباما د ولسمشرۍ له پاره کاندید وو. دا هغه وخت وو، چي اوباما نه يوازي د خپل هیواد په دننه، بلکي دباندي هم په خپلو نظریاتو سره خلکو ته د یوې سوله يیزي نړۍ د جوړیدو هیله ورکړه.
په هم دې وجه د ۲۰۰۸ کال په دوبي کي د برلین څه ناڅه ۲۰۰ زره اوسیدونکو د هغه د وینا اوریدو ته راټول شوي ول او د هغه يې تود هرکلی وکړ.