اوباما د طالبانو د مشر ملا منصور د مرگ خبر تايید کړ
۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبهاوباما د دوشنبې په ورځ په ويټنام کي د سفر پرمهال مهال وويل: «د منصور وژنه په افغانستان کي سولي ته د رسېدو له پاره يو مهم پيل دئ.»
د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د طالبانو پر نورو قوماندانانو ږغ کړی چي د افغانستان د سولي له پروسې سره يوځای سي. هغه ويلي دي چي دا به يوازنۍ لار وي چي اوسني کړکېچ ته د پای ټکی کښېښول سي.
د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه د يکشنبې په ورځ ځينو طالبانو او د افغانستان د استخباراتو ادارې تائيد کړه.
طالبانو ويلي دي چي د دغي ډلي مشران اوس په کويټه کي سره راټول سوي چي يو بل مشر وټاکي. د کارپوهانو په اند اوس کيدای سي چي د طالبانو په منځ کي د مشرتوب پر سر ناندرۍ پيل او دغه ډله سره دړي وړي سي.
د سوله والو طالبانو يوه استازي ويلي دي چي مشرتوب ته اوس ملا شاکر، ملا شيرين او د حقاني شبکې مشر سراج حقاني پياوړي کانديدان دي.
د طالبانو يوه بل استازي بيا ويلي دي چي پر حقاني سربيره ملا عبدالغني برادر هم کانديد دئ.
خو د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو پر موضوع د دویچه ویلي کارکوونکي «بویگه فریدریکا» په خپله تبصره کي لیکلي: که څه هم دا خبره تاسید سي چي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په بمباری کي وژل سوی دی، د سولي په پروسه کي د پرمختگ انتظار د مؤقت وخت له پاره نه کیږي. د هغه برعکس به د منصور د ځای ناستي پر سر د قدرت مبارزه په لمړي سر کي حتی زور هم واخلي.
خو سره له دې به د طالبانو هغه مشران چي د سولي د خبرو سره مخالفت کوي، په راتلونکي کي به نور هم ځانونه دومره ډاډمن احساس نه کړي، لکه تر اوسه پوري.
د پاکستان په ارضي تمامیت کي د بې پیلوټه الوتکي په بمباری سره امریکا متحدو ایالاتو دا واضح کړه چي نور د اسلام آباد ډبله ستراتیژي نه زغمي. پاکستان طالبانو ته د یوې آلې په سترگه گوري، څو پر افغانستان باندي خپل نفوذ ډاډمن او په کابل کي د هندوستان یوه دوست حکومت مخنیوی وکړي.
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبه په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کي د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په برید کي وژل سوی دی. خو طالبانو په رسمي توگه تر اوسه پوري د هغه د مرگ خبر تائيد کړی نه دئ.