اوباما د افغانستان د جګړې لپاره د خپلو خلکو د ملاتړ په لټه کي
۱۳۸۸ مرداد ۲۶, دوشنبهد افغانستان دغه انتخابات د اوباما د هغي ستراتيزي لپاره چي د اپريل په مياشت کي وړاندي کړه او اوس د عمل په ډګر کي پلي کيږي، يوه ستره آزموينه ده.
جمهور رييس اوباما د متحده ايالاتو د فيونيکس په ښار کي د متحده ايالاتو د پوځ يوي يو سابقه داری ډلی ته په داسي وخت کي نن وينا کوي چي په افغانستان کي د امريکايي سرتیو د شمير زياتيدو سره د هغوی په مرګ ژوبلو کي هم زياتوالی راغلي دي. يوه نظرياتی احصاييه ښيي چي په متحده ايالاتو کي د افغانستان د تقريبا اوس اته کلني جګړي لپاره ملاتړ کمزوری شوي دي.
اوباما غواړي چي خپلو خلکو ته ووايي چي ولي د هغه لاس لاندي نيول شوي ستراتيژي د کار وړ ده او متحده ايالات بايد ولي په دغه جګړه ځپلي هيواد کی پاتي شي تر څو هلته ثبات او سوله ټينګه کړي.
د جنوري د مياتشي را په دي خوا چي اوباما د جمهور ي رياست دنده په غاړه اخيستي هغه د عراق له جګړي څخه چي په متحده ايالاتو کي زيات محبوبيت نه درلود، افغانستان ته پام اړولي دي. او هغه يي د خپلي بهرني پاليسی په ړومبيتوبونو کي نيولي ده.
د اوباما د نن ورځي له وينا څخه مخکي، د سپيني ماڼي وياند، رابرت ګيبس وويل: « هغه يعني جمهور رييس به دي مسألي سره تماس ونيسي چي مونږ هلته يعني په افغانستان کي څه کړي دي او څه کول غواړو.»
د متحده ايالاتو جمهور رييس دغه وينا په داسي وخت کي کوي چي د پنجشنبي په ورځ په افغانستان کي د جمهوري رياست او ولايتي شورګانو لپآره انتخابات په لاره اچول کيږي. ، د دغو انتخاباتو د امنيت د خوندي ساتني لپاره متحده ايالات يو زيات شمير نور سرتيري افغاسنتان ته واستول او لړي روانه ده
د سپيني ماڼۍ وياند زياته کړه: خپل پوره امکانات مو په کار اچولي دي تر څو افغانان وکړاي شي د خپلي خوښي مشران وټاکي.»