انځوریز رپوټ: له شاه امان الله څخه تر اوسه د آلمان او افغانستان اړیکي
آلمان او افغانستان ډیر تاریخي اړیکې لري. په دې انځوریز رپوټ کې د شاه امان الله خان څخه نیولې بیا تر اوسه له آلماني چارواکو سره د ملاقات او د دغو هیوادنو تاریخي دوستې نندارې ته وړاندی شوې.
شاه امان الله په برلين کي
برلین ته د شاه امان الله خان سفر. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان د هغه وخت ولسمشر فون هیندنبورگ، په برلین کې شاه امان الله ته هرکلې ووایه. آلمانانو د امان الله خان تود هرکلی وکړ.
امان الله خان د برلين په تمځای کي
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې شاه امان الله خان له خپلي مېرمني، زوم(سردار محمد حسن خان) او یو لوړ رتبه پلاوي سره د برلین لرتر مرکزي تمځای ته رسیږي. د آلمان د هغه وخت ولسمشر هیندنبورگ او نور چارواکي د هغه هرکلي ته ورغلي دي.
امان الله خان د برلين په تخنيکي پوهنتو کي
په دې ځای کې امان الله خان د آلمان له تخنیکي پوهنتون څخه د خپل افتخاري دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته خدای پاماني کوي.
محمد ظاهر شاه په آلمان کي
د افغانستان پخوانې پادشا محمد ظاهر شاه له خپلې میرمنې ملکه حمیرا سره د آلمان د هغه وخت له ولسمشر هاینریس لوبکه او د هغه له مېرمنې سره د ملاقات پر مهال.
محمد ظاهر شاه په سروبي کي
محمد ظاهر شاه په سروبي کې د برېښنا بند د پرانستې پر مهال. دغه بند د آلماني شرکت زیمنس له خوا جوړ شوی.
د بن کنفرانس
په افغانستان کې د شاهي نظام تر پاشل کیدو وروسته آلمان او افغانستان چندان ښې اړیکې نه درلودې. په افغانستان کې د جگړی د لمن له پراخیدو سره د دغو دواړو هیوادونو اړیکې د نشت سره برابرې شوې. خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر رڼگیدو وروسته (۲۰۰۱م کال) د افغانستان له پاره لومړنې برخلیک ټاکونکي کنفرانس د آلمان په بن ښار کې جوړ شوې وو.
پترزبورگ ماڼۍ
دا ځای پترزبورگ نومیږي چې د آلمان په بن ښار کې موقعیت لري. په آلمان کې د افغانستان په اړه کنفرانسونه په همدې ځای کې جوړ شوې دي.
فرانسيس وندرل او لخضر براهيمي
د ملگرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال فرانسیس وندرل(کیڼ خواته) د بن په کنفرانس کې(۲۰۰۱) د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي سره د خبرو پر مهال.
حامد کرزی او ګرهارد شرودر په کابل کي
د آلمان پخوانی صدراعظم گرهاد شرودر په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره.
په بن کي د افغانستان په اړه کنفرانس
د وخت په تیریدو سره د آلمان او افغانستان تر منځ خپل منځي اړیکو قوت وموند او د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تگ راتگ ډیر شو. په ۲۰۱۱م کال کې یو وار بیا پخوانې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان په بن ښار کي کنفرانس رابللی وو.
کرزی او انګلا ميرکل په برلين کي
د بن تر دویم کنفرانس وروسته ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۱۲م کال کې یو وار بیا آلمان ته راغی او په برلین کې یې د آلمان له صدراعظمې انگلا ميرکل سره ولیدل. دا وار له افغانستان څخه د آلمان د جنگي سرتیرو د وتلو او له دغه هیواد سره د اوږدمهال مرستو موضوع مطرحه وه.
غني او ميرکل په برلين کي
د ۲۰۱۴م کال په وروستیو ورځو کې ولسمشر اشرف غني برلین ته سفر درلود، په دې وخت کې د آلمان جنگي ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو کورونو ته د راگرځیدو په حال کې ول. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظمې یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه نوې کړه او ويې ویل چې افغانستان به یوازي پرې نږدي.
کابل ته د طالبانو راتګ
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵ طالبانو قدرت تصرف کړ. خو تر اوسه پورې د آلمان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم هغوی په رسمیت نه دی پیژندلی. ځینې هیوادونه شته چې په افغانستان کې یې دیپلوماتیکي استازولۍ پرانیستي دي. خو آلمان خپل سفارت له افغانستان څخه قطر ته انتقال کړی دی. که څه هم ځینو دیپلوماتانو یې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او نورو موضوعاتو په اړه له طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.