انځوريز رپوټ: د آلماني ژبې سند مهاجرو ته څه ګټي لري؟
آلمان حکومت مهاجرو ته د ژبې د زدکړې په برخه کې هر کال په ميليونو يورو لګوي. يوازې د ابتدائيه ټولګي (بي آينز) پر يو زده کونکي ۲۰۰۰ يورو لګښت راځي. د حکومت له مرستو پرته د ژبې زدکړه مهاجرو ته ډیره ګرانه او يا ناممکنه ده.
ځوانان تر مشرانو مخکښه دي
تجربو ښودلي چې ځوانان د پاخه عمر لرونکو په پرتله ژر ژبه زده کوي، خو مشران ډیری وخت ناکاميږي.
هر څه له دې ځايه پيليږي
اندريس برينکمن (Andreas Brinkmann) د ويزل ښار د ښوونځي مدير دی. د ښوونځي کارونه له همدې ځایه پيليږي. په ۲۰۱۶ کال کې دغه ښوونځي کې ۱۶۰۰ مهاجر شامل شول. په همدې کال ۱۹۰ تنو د بي آينس سندونه واخيستل.
يوه فعاله او محبوبه سکرتره
مونيکا کلينګ (Monique Kling) ښوونځي کې سکرتره ده. هغه د خپل کاري مسئوليت له مخې د ښوونځي تر بل هر مسئوله زياته له مهاجرو سره په اړيکه کې وي. له همدې امله په مهاجرو کې محبوبه او مشهوره ده.
هر څه په نظر کې نيول شوي دي
ښوونځی يوازې هغو مهاجرو ته د بس ټيکټونه ورکوي چې کورونه يې لږ ترلږه له ښوونځي څخه په حدود د ۳ کيلومترو لري وي. پاتې نور مهاجر تر ډیره بريده له بایسکلونو کار اخلي.
پرته له هر ډول توپيره
په ټولګيو کې تر څنګ د دې چې د مختلفو هيوادونو او اديانو پيروان څنګ په څنګ په ګډه درس وايي. د عمر او جنسيت د توپيرونو خبره هم په کې مطرح نده.
ګروپي کارونه
پر زدکونکو عملي محاوره کول او ديالوګ د درسي پروګرامونه يوه مهمه برخه ده. دا د بي آينس ټولګی دی. د بې آينس سند په لرلو مهاجر ته ډير سهولتونه برابريږي. د ټولګي يو شمير زده کونکي نغواړي چې انځورونه يې واخيستل شي.
مهربانه ښوونکي
ښوونکې دايمند (Deimann) د خپلو زده کونکو له عملي کاره ننداره کوي. زده کونکي له هغې خوښ بريښي. دوی وايي د استادانو صمیمي او دوستانه رويې سبب ګرځي چې دوي تشویق او ښه زده کړه وکړي.
تر بي آينس وروسته
هغه مهاجر چې د بي آينس سند ترلاسه کړي يوه ګټه يې دا ده چې حکومت ورته د بي څوای يا بي دوه ټولګی هم برابروي. پله بې آینس پرته درسونه ډیر سختيږي.
مهمې ورځې
د ښوونځي عمومي مدير اندريس برينکمن يوازې په مهمو ورځو لکه د کلنې رخصتي اعلان او داسې نورو مناسبتونو کې ټولګېو ته راځي. هغه وايي يوازې د بي آينس ټولګي لپاره حکومت پر هر شاګرد ۲۰۰۰ يورو مصرفوي.
د ورځي ۱۵ ساعته تدريس
د ويزل ښار ښوونځي په ورځ کې درې وخته (سهار، ماسپښين او ماښام) صنفونه لري. هر صنف ۵ درسي ساعتونه لري.
کانتين او د چای وقفه
په هرو پنځو درسي ساعتونو کې دوه ځلې د ۲۰ دقيقو لپاره د چاي تفريح په نظر کې نيول شوې ده. د وقفې پر وخت کانتين کې د زده کونکو ګڼه ګوڼه زياته شي.
مسلکي ښوونکي
د ويژل ښار د آلماني ژبې د زدکړي ښوونځي مدير وايي چې درې وخته صنفونه يې د شاوخوا ۵۰ تنو ښوونکو لخوا تدريس کيږي. دا ماسپښين وخت يو د بي څوای يا بي دوه ټولګی دی.
کتاب، قلم او کتابچه
د کتاب، قلم، کتابچې او داسې نورو اړتياو برابرول د مهاجر په غاړه دي. خو ځينو مواردو کې مرستې هم کیږي.
له امتحانه ويره
له عمومي امتحانه ويره يوه عام خبره ده. عمومي امتحان د ټاګلي هيئت په شتون کې په ډیره منظمه او ښه مديريت سره اخيستل کيږي او د شاګردانو د امتحان پارچې په مرکز کې د (ايالت پلازمينه) کې کتل کیږي.
موبايل
د امتحان په صحنه کې شاګردان د موبايل لرو اجازه نلري. له امتحان څخه دمخه ټول موبايلونه ټوليږي.
«له کورسه مو څه زده نکړل»
تيودور او ملګری ېې ګريګوري (کيڼ لور) چې عمرونه يې پاخه دي وايي چې د ويزل ښار کې يې څو مياشتې درس وویل خو څه يې په کې زده نکړل. د ښوونځي مدير هم دا مني چې د پاخه عمر لرونکي د ځوانانو په پرتله ډیر وخت ته اړتيا لري تر څو آلماني زده کړي.
هم ثواب هم خرما
خو دا دواړه رومانيايي مهاجر بيا په دې خوښ دي چې په يو ساختماني شرکت کې کار کوي. ګريګوري وايي چې په ساعت لس يورو ورکوي چې دا ښې پیسې دي. دوي وايي چې دلته به د کار ترڅنګ رو رو ژبه هم زده کړي.
په راډيو اوريدو او روابطو ټينګار
ښوونکې ماريا کرولي (Maria Caroli) پر خپلو زده کونکو تل ټينګارکوي چې يوازې ښوونځی ته په راتلو دې بسنه نکوي. هغه مهاجرو ته تل توصيه کوي چې هره ورځ کم له کمه دوه ساعته آلماني راډيوي پروګرامونه واوري.
«له بې آینس پرته چانس هيڅ چانس نشته»
خو اندريس برينکمن بيا وايي که مهاجر غواړي چې آلمان کې تحصيل وکړي يا په اداراتو کې کار وکړي بيا د ژبې رسمي سنده لرل ډیر مهم ده. هغه وايي چې« له بي آينس پرته هيڅ چانس نشته». دی وايي تير کال يې ښوونځي کې ۱۶۰۰ تنه مهاجر شامل شول.
د بي آينس سند يو څو ګټي:
برينکمن وايي د بي آينس په لرلو مهاجر کولای شي تحصيلات وکړي، دفترونو کې کار پيدا کړي، حکومت ورته په نورو اوچتو صنفونو کې د زدکړې وړيا شرايط برابروي او تر ټوله لويه ګټه يې دا ده چې ډیر امکان يې شته چې حکومت د مهاجر د اقامې وخت « ډیر» زيات کړي. چمتو کونکی: محمد کريم صالح