انځورونه: ګوندي کنګره چې د آلمان د نوي حکومت برخليک ټاکي!
په آلمان کې د ائتلافي حکومت په سر خبرې اترې ډېرې اوږدې شوې. اصلي ستونزه اوس د سوسيال دموکراتانو په منځ کې راغلی درز دی. په دغه انځوريز راپور کې د حکومت جوړولو په سر روانې ناندرۍ تشريح شوې دي.
د سوسيال دموکراتانو مهمه پرېکړه
نن (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۲۱مه) د آلمان په بن ښار کې د سوسيال دموکرات ګوند يوه ځانګړې کنګره نيول شوې ده. هغه د ټول آلمان په سطح د حکومت د جوړېدلو پر بهير باندې تاثير لري. که سوسيال دموکراتان له ازمايښتي خبرو اترو وروسته اوس د لوی ائتلاف په سر خبرو اترو ته مثبته رايه ورکړي، به د حکومت جوړېدلو په لور لاره هواره شي. په انځور کې دغې کنګرې ته چمتووالی ليدل کيږي.
«دا زموږ لاره ده»
سوسيال دموکراتان په دې ترتيب د ازمايښتي خبرو اترو پايلو ته مثبته يا منفي رايه ورکوي. په دې به د ائيتلافي حکومت د جوړولو په سر خبرو اترو ته لاره هواره يا بنده شي. په انځور کې د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ د سوسيال دموکراتانو له نوي شعار سره ليدل کيږي: «دا زموږ لاره ده: عصريتوب او عدالت». خو آيا دغه لاره به نوي حکومت ته هم ورسيږي؟
نوی مخکښ کهول
په ګوند کې دننه هم اختلافات موجود دي. کېوين کوينرت ۲۹ کلن او د ځوانو سوسيال دموکراتانو مشر دی. هغه د سوسيال دموکراتانو او اتحادي ګوندونو تر منځ د لوی ائيتلاف د جوړېدلو مخالف دی. د هغه په نظر بايد سوسيال دموکراتان په اپوزيسيون کې پياوړی موقف خپل کړي.
د شولڅ يوه مهمه ملاتړې
د راينلنډ فلڅ آيالت صدراعظمه، مالو دراير، اوسمهال په خپل ګوند کې يوه تر ټولو محبوبه مخکښه سياستواله ده. هغې لومړی د لوی ائيتلاف جوړېدلو ته د شک په سترګه کتل، خو اوس ورڅخه په زغرده ملاتړ کوي. هغه له خپل ګوند څخه دغه غوښتنه لري: «موږ بايد حقيقت ته مخامخ وګورو.»
واک له استازو سره دی
د سوسيال دموکراتانو په تېره ځوان او چپي افکار لرونکي غړي لوی ائيتلاف ته د شک په سترګه ګوري. ټول واک اوس له ۶۰۰ استازو او ۴۵ تنو د ګوند د مشترتابه له غړو سره دی. که هغوی نورې خبرې رد کړي، بايد بيا په آلمان کې پارلماني انتخابات راوغوښتل شي. د تازه ټولپوښتنو له مخې ښايي دغه ګوند په بيا ځلو انتخاباتو کې لا کمې رايې تر لاسه کړي.
نورې ازمايښتي خبرې اترې هم ناکامه شوې دي
د لوی ائيتلاف له مفکورې مخکې اصلي هيله دا وه چې اتحادي، ليبرال دموکرات او زرغون ګوندونه به ښايي د جمايکا په نوم ائيتلاف جوړ کړي. خو دغه ازمايښتي خبرې اترې هم د ليبرالانو له کبله ناکامه شوې. د «جمايکا ناکامي» په نوم لغت د ۲۰۱۷ کال د غوره لغت او ترکيب په توګه هم وټاکل شو.
شولڅ به د سوسيال دموکراتانو مشر پاته شي؟
ډېری کتونکي داسې انګېري چې د لوی ائتلاف د جوړولو په سر د خبرو اترو پيلول يا ردېدل د سوسيال دموکراتانو د مشر، مارتين شولڅ، پر سياسي برخليک باندې هم تاثير لري. دا په دې معنی چې که سوسيال دموکراتان له اتحادي ګوندونو سره نورې خبرې اترې رد کړي، به شولڅ هم ښايي استعفا ورکړي او د ګوند له مشرۍ څخه به لاس په سر شي.