انځورونه: په کابل کې د سولې کنسرت او مارش
کابل د دوشنبې په ورځ د سولې نړیوالې ورځ په مناسبت د څو بیلابیلاو برنامو شاهد وو. د ورځي په لومړنیو ساعتونو کې د ملي اردو څو هلیکوپترو پر کابل باندې پرواز وکړ او د سولې پیام یې خپور کړ.
افغانستان داسې یو جګړه ځپلی هیواد دی چي تر بل هر هیواد ډیري سولې ته اړتیا لري.
افغان حکومت او د دغه هیواد خلک له څو کلونو راهیسې د سولې بې پایلې هڅې کوي.
د خاطره افرینانو بنسټ د دوشنبې په ورځ د کابل په مرکز کې د سولې په ملاتړ یو لاریون وکړ.
د دغه بنسټ غړو د افغانستان بیرغونه لیږدول او د سولې په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
دغه لاریون د کابل له شاه دوشمشیره سیمې څخه پیل شو او د مخابراتو تر وزارت پورې یې دوام وکړ.
د کابل په سونو اوسیدونکی له دغه لاریون سره یوځای شول او په افغانستان کې یې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
ماشومانو په دغه لاریونو کې د سولې د غوښتنې د ښوولو له پاره یو بل ته گلان سره ورکړل. په دې لاریون کې یو شمیر سندرغاړو د سولې له پاره سندرې وویلې.
ماشومانو همداراز د لاریون پر ګډونوالو باندې هم سره ګلان واچول.
یو شمیر ماشومانو د سولې په نړیوالې ورځ د اکروباتیک حرکات وښوول.
د سرکس ماشومانو هم په دې لاریون کې په زړه پورې حرکات نندارې ته وړاندې کړل.
یو شمیر سندرغاړو هم په دغه لاریون کې د سولې په ویاړ سندرې وویلې.