انځورونه: په وينيزويلا کې اخ و ډب
په وينيزويلا کې د شنبې او يکشنبې ورځې هم له خونړيو پېښو ډکې وې. په دې پيښو کې وژل، ټپي کيدل، له پولیسو سره اخ و ډب او مظاهرې شاملې وې. دغه راز هلته د ولسمشر مادورو او خوان گوايدو په پلوۍ ستر کنسرتونه هم وشول.
د گوايدو پلويان
د وينيزويلا پر خپل سر نومول شوي موقتي دورې ولسمشر خوان گواېدو په پلوۍ بريتانوي ميلياردر ريجرډ برانسن د جمعې په ورځ له کولمبيا سره په سرحدي سيمه کوکوتا کې يو کنسرت تنظيم کړی وو. د «Venezuela Aid Live» په نوم کنسرت هدف د بشري مرستو له پاره د پېسو را ټولول ول. په زرونو کسان د پورتريکو د هنر ليوس فونسي په څېر هنرمندانونو د ليدو له پاره په دې کنسرت کې گډون وکړ.
د اپوزيسيون له مشر سره ډله ایز انځور
د وينيزويلا د اپوزیسيون مشر خوان گوايدو د چلي له ولسمشر سيبستيان پينرا سره د سيلفي انځور اخيستو په حال کې ليدل کيږي. په انځور کې همدا راز د کولمبيا ولسمشر ايوان ډيوگ او پاراگوای رئيس جمهور ماريو هبدو بينټیز هم ليدل کيږي. په اصل کې خوان گوايدو بايد دلته نه وای ځکه د وينيزويلا سترې محکمې پر نوموړي له هېواده د وتلې بندیز لگولی دی.
د ۵۰ تر زياتو هېوادونو ملاتړ
خوان گوايدو نه يوازې د کولمبيا، چلي او پاراگوای د ولسمشرانو ملاتړ له ځان سره لري، بلکې د نړۍ تر۵۰ زيات هیوادونه، نوموړی د وينيزويلا د يوه قانوني موقت ولسمشر په توگه په رسميت پيژني. گوایدو روان ميلادي کال د جنورۍ پر ۲۳ نيټه ځان د موقت ولسمشر په توگه اعلان کړ. په وينیزويلا کې له اوونيو راهيسې د واک پر سر اخ او ډب روان دی.
د نيکولاس مادرو ملاتړ
په کولمبيا کې د «Venezuela Aid Live» کنسرت له ځايه يوازې کابو ۳۰۰ کیلومتره ليرې، د پولې بلې غاړې ته (په وينيزويلا کې) ولسمشر نيکولاس مادورو هم يو مقابل کنسرت رابللی وو. دا کنسرت «له وینیزويلا څخه لاسونه وباسئ» تر شعار لاندې جوړ شوی وو. دې کنسرت ته کابو ۲۵۰۰ کسان ورغلي ول.
غير مساوي مسابقه
په اورينا کې (د مادورو په پلوۍ کنسرت کې) کنسرت ته راغلو پر نورو سربيره د وينيزويلا د سندرغاړي کاسيونو او همدا شان له ديوسدادو کابيلو څخه چې د مادورو باوري ملگری او د قانون جوړوونکې جرگه گۍ غړی دی، سندرې واوريدې.
د مرستو انتقال او شکونه
د وينيزویلا واکمن نيکولاس مادرو وايي چې امريکا متحده ایالات د مرستو په پلمه په وينیزويلا کې د پوځي اشغال له پاره چمتووالی نيسي. له دې کبله نوموړی نه غواړي چې د مرستو کاروانونو ته اجازه ور کړي. په انځور کې د مرستو د يوه موټر سره خوان گواېدو ليدل کيږي.
د مادورو پر وړاندې غوسه
د وينيزويلا يو وگړی امنيتي ځواکونه دې ته هڅوي چې درمل او خوراکي توکو ته چې عاجله اړتيا ورته ليدل کيږي، د داخليدو اجازه ورکړي. خو دی بريالی کيږي نه. که څه هم چې وينيزویلا په تېلو غني هېواد دی، خو ولس یې له بې وزلې، لوږې او درملو له نه شتونه کړيږي.
د زور زياتي پراخيدل
په مرستو بار هغه لارۍ چې له سرحده په تېريدو توانيدلي وې، د نيکولاس مادورو پلوي ځواکونو له خوا وسوځول شوې. دلته په اورينا کې د ملي گارد يو افسر پر مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشي. له کولمبيا او همداراز برازيل سره پر پوله د اخ او ډب په نتيجه کې درې کسان ووژل شول او تقريباً ۳۰۰ ټپيان شول.
تر اوسه هيڅ هم فيصله شوي نه دي
خوان گوايدو د مرستو درول «شېطاني عمل» وباله. مادورو بيا برعکس خپله بريا اعلان کړه او ویې ويل: «کودتا ناکامه شوې ده.» د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو مادورو ته چې «د يوه ناروغ ديکتاتور» په نوم یې ياد کړی، گواښ کړی: اوس د «عمل وخت» رارسيدلی دی چې د «وينيزویلا له نااميده ولس» سره مرسته وشي. هغه وويل چې امريکا به په دې مورد کې «گامونه» پورته کړي.