انځورونه: په فرگوسن کې تاوتریخوالی
په امریکا متحده ایالاتو کې د قضایي هیئت تر دې پریکړې وروسته چې سپین پوستی پولیس دارین ویلسن د تورپوستي ځوانکي مایکل براون په ډزو د وژلو له امله نه محاکمه کیږي، د تاوتریخوالي او اخ او ډب پیښې رامنځ ته شوي دي.
د متحده ایالاتو په وړوکي ښارگوټي فرگسون کې احتجاج کوونکو د پولیسو موټر پر بوتلونو او خښتو ویشتلي دي. ډیر شمیر موټرې سوځول شوي هم دي.
په خپله د فرگوسن په ښارگوټي او هغې ته څیرمه د سنت لویس په ښار کې ډیر شمیر ودانۍ سوځیدلي دي.
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې یو شمیر دوکانونه او ریستورانونه چور شوي دي او ځینو ته یې بیا اور ورته کړل شوی دی.
په دغه انځور کې یو نقاب لرونکی کس په لاس کې یو پلاکات لري چې په کې د مایکل برون له پاره د عدالت غوښتنه شوې ده. د دغه کس تر شا د اور لمبې ښکاري.
په ډیری سیمو کې احتجاج کوونکو د آخ او ډب او د پلورنځایونو د لوټلو د مخنیوي هڅه کوله.
دوه ماسک لرونکي کسان پر دیوال باندې شعار لیکي. هغوی په دغه شعار کې لیکي چې بې له عدالته سوله نه رامنځ ته کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو په ډیری شمیر ښارونو کې قهریدلي احتجاج کوونکي د قضایي هیئت د پریکړې پر ضد سړکونو ته رواتلل. لکه په دغه انځور کې چې احتجاج کوونکي د میسوري ایالت په سنت لویس کې لیدل کیږي.
همداشان په پلازمینه واشنگټن کې احتجاج کوونکي سړکونو ته راووتل. د سپینې ماڼۍ مخې ته هغوی احتجاج وکړ. هغوی له ځانه سره پلاکاتونه لیږدول او پرې داسې شعارونه لیکل شوي وو چې پر پولیسو یې د مایکل براون د وژلو تور پورې کاوه.
د یوه احتجاج کوونکي له لوري په یوه پلاکات باندې لیکل شوي دي: «د تور پوستو ژوند هم اهمیت لري.» ۱۸ کلن تورپوستی ځوان مایکل براون چې بې وسلې وو، د سپین پوستي دارین ویلسن له خوا د اگست میاشتې پر نهمه نېټه په ډزو وژل شوی وو. دا چې قضایي محکمې هغه گرم و نه باله.