انځورونه: په سوریه کې زورونکی بشري ناورین
په سوریه کې د اوربند یو ډیر کمروزی تړون عملي کيږي. خو د جګړې، لوږې او بې وزلې له لاسه کړیدلو سوریایانو ته به یې په موقتي توګه یو څه ګټه ورسیږي. ځکه په کلابندو ښارونو کې د خلکو کړاو ډير زیات دی.
د حلب ماشومان
حلب په ټوله نړۍ کې د خبرونو سرټکي جوړوي. دا نیم ویجاړ ښار د جګړې د وحشت سمبول ګرځيدلی. د ښار په کلابنده شوې ختیځه برخه کې اوبو، خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو ته هیڅ لاس رسۍ نشته. دلته ښايي ۱۰۰ زره ماشومان بې له مناسبو سرپناو ژوند کوي.
۶۰۰ زره انسانان کلابند دي
د حلب ترڅنګ ۱۸ نور ښارونه او سیمې (لکه ملایا په انځور کې) کلابندې دي. د ملګرو ملتونو په حواله په دغه سیمو کې ۶۰۰زره انسانان په جګړه کې د ښکیلو بیلا بیلو اړخونو له خوا محاصره دي. خو ویل کیږي چې زیاتره سیمې د سوریې حکومتي ځواکونو له خوا کلابندې دي. ځينو سیمو ته د مرستندویه توکو د رسولو له پاره باید له حکومت څخه اجازه واخیستله شي چې دغه غوښتنه زیاتره وخت ردیږي.
د مقاومت ښار
درایا له هغو لومړیو ښارونو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې رژیم پر ضد پکښې پاڅون سر راپورته کړ. د یاغیانو او حکومتي ځواکونو له خوا د دې کلابند ښار وګړي اوږده موده له لوږي وکړیدل. په پای کې یاغیانو وسله کیښودله چې دا یې ستره ماته ګڼل کیږي.
د سوریې په روغتونونو کې بیړنی حالت
د سوریې په روغتونو کې نور د ناروغانو درملنه ممکنه نه ده. د «بې سرحده ډاکترانو ټولنې» د آلمان د برخې مشر وايي: «درمل او د پانسمان توکي نه شته او حتې کوچني عملیاتونه هم نه شي ترسره کیدلای.»
یو ځای هم خوندي نه دی
په تیرو پنځوو میاشتو کې یا خو د حلب د ختیځې کلابندې برخې ټولو اتوو روغتونو ته ضرر رسیدلی او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. یو څو ډاکتران خپل ژوند په خطر کې اچوي او د ناروغانو درملنه کوي. یو ډاکتر وايي: «یو ځای هم خوندي نه دی.»
ویشل شوی ښار
حلب د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ ویشل شوی دی. د یاغیانو له خوا په کنترولیدونکي برخه کې وضعیت د انديښنې وړ دی. د سوریې رژيم او روسیې له خوا په کابو هره ورځ ترسره کیدونکو بمباریو کې په زرونه کورونه ویجاړ شوي. یوازې تیره اوونۍ تر ۱۰۰ زیات انسانان ووژل شول.
د هر څه کمښت
په حلب کې نه اوبه، نه خوراکي مواد او نه برېښنا شته. د حکومتي ځواکونو تر کنترول په لاندي سیمه کې همم ضعه همدا ډول ده.
ویجاړي کوڅې
په حلب کې خلک د هوايي بریدونو له ویري کوڅو او سړکونو ته نه راوځي. دلته ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی او نور دا ښار د عادي ژوند تیرولو له پاره نه دی.
یو ستر زندان
د تازه اوربند له وجې د خلکو ژوند یو څه آسان شوی دی خو هیڅوک نه پوهیږي چې وضعیت به کله بدلون ومومي. د سوریې د کلابندو ښارونو اوسیدونکي ځان په یوه «ستر زندان» کې بندي ګڼي.