انځورونه: په بيروت کي د ښځو د کالو د مد اونۍ
په منځني ختيځ کي بيروت هغه ښار بلل کيږي چي تر ټولو نورو ځايونو «سينگار» پکښې ډېر دئ. په لبنان کي ځوانان کولای سي د مد په رسته کي زده کړي وکړي. په بيروت کي د مد اونۍ عکسونه وگورئ.
له پخوان څخه په منځني ختيځ کي بيرت ته د مد د طراحانو د ښار په سترگه کتل کيږي. کله چي اوس سړی د بيروت نوم اوري نو فکر کوي چي هلته بې جنگه بل څه نسته، خو بيروت بيا هم خپل ځان ښيي او د مد ډگر ته راوزي.
په بيروت کي د مد تر دغه نندارتون دمخه د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼي ليکلي ول چي په لبنان کي له ناآراميو سره سره ځوانان د کاليو په طراحيو باندي لگيا دي.
په بيروت کي د مد اونۍ
د راپورونو له مخي د لبنان د مد او فيشن د صنعت ډېره برخه خصوصي سکتور اداره کوي. په لبنان کي ځوانان کولای سي د مد د طراحۍ په برخه کي زده کړي وکړي.
په بيروت کي د مد اونۍ
په لبنان کي د مد په برخه کي تر زده کړو وروسته ځوانان د شتمنو عربي هيوادونو له پاره کالي جوړوي او وروسته بيا خپلو کارونو ته پراختيا ورکوي.
په بيروت کي د دوبي مد اونۍ
د لبنان د ځوانو طراحانو د کالو مد اوس حتي د اروپا ستر ښارونو لکه فرانسې ته رسېدلی دئ.
له دې سره سره بيا هم د لبنان حکومت له هغو ځوانانو سره مرسته نه کوي چي د کالو په طراحيو کي مخکي دي.
د منځني ختيځ تر ټولو فيشني ښار بيروت کي د دوبي د کاليو ښوولو ننداره.
په بيروت کي د دوی د کاليو د مد اونۍ
د نندارې په پای کي د کاليو لبنانی طراح عابد محفوظ.