انځورونه: په بروني کي د سرو زرو واده
د بروني په شتمن سلطنت کي واده پای ته ورسېد. د کمپيوتر له متخصصي رابعه تول عدويه سره د شازاده عبدالملک د واده مراسمو يوولس ورځي دوام وکړ.
د سرو زرو درياب
د بروني ټاپو په شمالي ساحل کي دغه کوچنی سلطنت د نړۍ يو له بډايه هيوادونو څخه دئ. او دغه شتمن هيواد پر ټولو شکستنه نفسيو سربيره خپل بډايتوب وښود. د واده په مراسمو کي ناوې او زوم په يوه لوی سالون کي د خالصو سروزرو څخه جوړ تخت باندي کښېنول سول.
د ځانگړو مېلمنو ليست
د واده دغه مراسمو ته له ټولي نړۍ څخه نزدې ۶۰۰۰ مېلمانه چي د سلطنتي کورنيو غړي، دولتي چارواکي، بهرني دېپلوماتان او د ټولي نړۍ سياستوال پکښي شمال ول وربلل سوي ول.
له قيمتي ډبرو جوړه د ناوي د گلانو گېډۍ
په دې انځور کي شاهزادۍ رابعه تول عدويه، د خپل راتلونکي مېړه انتظار کوي. د دې له پاره چي د هغې انتظار يو څه خوږ سي، په لاس کي ئې له خالصو سرو زرو څخه جوړه گېډۍ چي آلماس هم پکښي کار سوي دي ورکول کيږي. دا چي د واده تر مراسمو وروسته به دغه گېډۍ غورځول سوې وي روښانه سوې نه ده، خو فکر نه کيږي.
د ناوي بوټونه
د ناوي بوټونه هم په قیمتي ډبرو ډک پوښل سوي ول. په پښه ئې هم له خالصو سروزرو څخه جوړه یوه کړه وه. يوازي پر پښو پوست رنگه جرابي لږ ښه نه ښکارېدې نور ئې ټول سينگار برابر وو.
د شاهزاده راتگ
لږ وروسته د بروني شاهزاده عبدالمالک سالون ته راځي. دغه ۳۱ کلن ځوان د سلطان دوهم زوی دئ. د رسنيو د راپورونو له مخي د ناوي کورنۍ له سلطني کورنۍ سره ارتباط لري.
زوم تر نظر لاندي
پلار زوی ته ډېر دقيق گوري او په دې سره د واده مراسم پيليږي. سلطان حسن البلقيه د نړۍ يو له شتمنو کسانو څخه دی او د نفتو د دغه غني هيواد بروني سلطان دئ.
د نړۍ تر ټولو ستره ماڼۍ
دغه پرتمين واده د بروني په پلازمېنه بندر سري بگاوان، په ايستانه نورل ايمان ماڼۍ کي وو. دلته مېلمانه له هيڅ ډول تکليف سره مخامخ نه سول. په دغه ماڼۍ ۱۷۸۸ خوني، د لامبو پنځه ستر حوضونه، ۲۵۷ حمامونه او د ۱۱۰ لکسو موټرانو له پاره تم ځای لري.
د شپې کالي
د شاهزادۍ دغه بنفشي کالي د نقرې په تار گنډل سوي دي.
د شاهزادۍ په تاج کي پر نورو غميانو سربيره آلماس هم کار سوي ول. ويل کيږي چي ناوې د فراغت په وخت کي په اسلام کي د ښځو د رول په اړه کتاب لولي.
او شاهزاده
شاهزاده عبدالمالک د سلطان حسن البلقيه د اولي ماينې ملکې صالحې زوی دئ. سلطان البلقيه له درو ماينو څخه دولس اولاده لري. تر شاهزاده عبدالمالک يو ورو مشر دئ، چي تر ده دمخه د سلطنت تخت ته رسېدلای سي.
د مراسمو تر مخه دعا
د مراسمو تر پيلېدو دمخه دعا کيږي. د بروني رسمي دين اسلام دئ. د دغه هيواد ۷۰ سلنه اوسېدونکي سني مسلمانان دي. که څه هم په دغه هيواد کي مذهبي آزاديو ته د کاغذ پر مخ اجازه ورکړل سوې ده، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چي په دغه هيواد کي د نورو مذهبونو اوسېدونکي مشکلات لري.
سلطان او شريعت
سلطان حسن البلقيه د ۲۰۱۴م کال په می مياشت کي په حقوقي نظام کي د شريعت د کرار کرار داخلولو پريکړه وکړه. سلطان چي د وزيرانو مشر او د بهرنيو او مالي چارو وزير هم خپله دئ په خپل هيواد کي ځان تر ټولو پر ايمان باندي ټينگ ښيي.
له شاهزاده شاهزادۍ سره خوشحالي
تر نکاح تړلو يوه شپه وروسته په مېلستون کي د ۶۰۰۰ مېلمنو له پاره خورا پرتمين جشن جوړ سوی وو. ټول جشنونه د اپريل مياشتي پر ۵ پيل او يوولس ورځي ئې دوام وکړ. دا چي تر دغو مراسمو وروسته به د سلطنت دغه ماينه او مېړه خپله د خوشحالۍ مياشت چيري تيروي، تر اوسه پوري معلومه نه ده.