انځورونه: د هامبورګ ښار نوې اوپرا
ودانيزو چارو يې کابو يوه لسيزه وخت ونيو، لګښتونه هم ډېر زيات ورباندې راغلل. خو په پايله کې اوس د اېلب فيلهارموني په نوم اوپرا د هامبورګ ښار ته وسپارل شوه. ډيزاين يې بې ساری بلل شوی دی.
د هامبورګ ښار نوې اصلي نخښه
د اېلب فيلهارموني ودانۍ د يوه تاريخي ګدام او د يوه شيشه يي جوړښت مجموعه ده، چې په هوا شوې غوندې ايسي. په منځ کې يې ۳۶۲ د فولادو کټارې لګېدلې دي. د کنستر تالار له نورې ودانۍ جلا پروت دی، څو د بندر شور او زوږ ورته لاره ونه مومي.
څپه يز بامونه
د ودانۍ ځانګړتيا د څپو په شکل بام دی چې څېرمه بندر ته اشاره ده او همداراز د موسيقۍ د غږ څپې هم ترسيموي. هامبورګ د موسيقۍ وياړلی تاريخ لري. په ځوانۍ کې کلاسيک کمپوزر، ګېورګ فريدريش هېندل، په يوه بله اوپرا کې خپله موسيقي اوروله. يوهانس برامس هم په دغه ښار کې زېږېدلی دی.
د پلازا په نوم تالار
د ۳۷ مترو په ارتفاع پرته پلازا، چې هر څوک ورننوتی شي، د پخواني ګدام او شيشه يي جوړښت د پيوستون نقطه ده. له پلازا څخه ټول ښار ليدل کيږي. شاوخوا دوه د کنسرت تالارونه، يو رستورانت او يو هوټل پراته دي. په دغه ځای کې ۴۵ لوکس اپارتمانونه هم جوړ شوي دي.
د ګدام د بڼې بدلون
ودانيزې چارې په ۲۰۰۷ کال کې پيل شوې. لومړی بايد د بندر غاړې ته پروت يو ګدام ترميم شوی وای. پخوا به هلته قهوه او تمباکو زېرمه کېدل. په دې ترتيب د ودانيزو ستونزو او تېروتنو يوه لړۍ پيل شوه. يوازې په ۲۰۱۱ کال کې ۴۰۰۰ رغنيزې ستونزې وشمېرل شوې.
پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ ته ولاړه
لومړی بايد د ايلب فيلهارموني په ۲۰۱۰ کال کې بشپړه شوې وای. خو پروژه ايله اوس يعنې کابو ۷ کاله وروسته پشپړه شوه. د ۷۷ ميلونو په شاوخو کې اټکل شوي لګښتونه اوس لس چنده پورته شوي دي او ۷۸۹ ميليونو ته رسيږي.
د سيلانيانو له پاره جالب ځای
کال په کال به په زرګونو سيلانيانو لا نيمګړې ودانۍ ته وردانګل. کله به دا د کال ۳۰ زره کسان وو. د اوپرا مشر، کريستوف ليبن زويتر، به تل ويل چې «ښه شی خو وخت نيسي.»
د څپو بې شمېره سمبولونه
د بام د پاسه راغلې څپې د ودانۍ په هره برخه کې انعکاس مومي. دلته د يوه لوکس اپارتمان په برنډه کې هم لويې کړکۍ داسې سينګارې دي او د ښايسته بندر ننداره ورڅخه کېدای شي.
مهندسان
سويسي مهندسان، پير دې مېورون (عکس ووينئ) او ژاک هېرڅوګ له ودانيز شرکت سره ستونزې لري. ځکه پروژه يو څو کاله وځنډېده.
احتجاجونه
د اوپرا جوړول ستونزمن او لګښتونه يې ډېر شول. په ۲۰۱۰ کال کې د هامبورګ وګړو يې په وړاندې مظاهره وکړه.
د هامبورګ نوې بڼه
د انتقادونو سره سره د اېلب فيلهارموني ودانۍ د هامبورګ ښار يوه اصلي نخښه جوړه شوه. هغه به ښايي د سيډني د اوپرا، د لاس انجلس د والټ ديسني هال او د نيو يارک د لينکولن مرکز تر څنګ د نړۍ په مهمو کلتوري ځايونو کې وشمېرل شي.
د غږ لپاره مناسب تالار
د جنورۍ په ۱۱مه نېټه به د کنسرت تالار پرانيستل شي. په هر ځای کې به غږ يو ډول د اورېدل کېدلو وړتيا ولري. په دغه تالار کې ۲۱۵۰ ځايونه شتون لري. د غږ مسووليت جاپانی، ياسوهيسا ټويوټا لري، چې د نړۍ په تر ټولو وتلو غږ پېژندونکو کې راځي.
د ايلب فيلهارموني کتاب
د ليکونکي، يواخيم ميشکه او عکس اخيستونکي، ميشايل څاپف، د انځورونو دغه کتاب د ايلب فيلهارموني کيسه رانغاړي. دغه کتاب په آلماني او انګليسي ژبو چاپ شوی دی.