انځورونه: د نړۍ ښځينه مشرانې
په نړۍ کي ۱۹۵ مستقل هيوادونه سته. د اکثريت دغو هيوادونو واکمنان نارينه دي. خو په دغه انځوريز البوم کي د ګوتو په شمېر د څو ښځينه مشرانو انځورونه ليدلای سئ.
انګلا مېرکل
انګلا مېرکل په ۲۰۰۵ کال د لومړي ځل لپاره د آلمان صدراعظمه وټاکل سوه. دغه ۶۲ کلنه مېرمنه هغه وخت د آلمان د تاريخ لومړۍ ښځينه صدراعظمه سوه. د هغه راهيسي مېرکل د آلمان صدراعظمه پاته ده.
تېرېسا مې
تېرېسا مې د بريتانيې لومړۍ وزير ده. د کورنيو چارو دغه پخوانۍ وزيري د ۲۰۱۶ کال په جولای کي لومړی وزارت اشغال کړ. د هغه وروسته چی بريتانويانو له اروپايي اتحاديې د وتلو تاريخي فيصله وکړه.
تڅای اينګ وېن
تڅای اينګ وېن د تايوان هيواد د يوې کوچنۍ جزيرې لومړۍ ښځينه ولسمشره ده. په ۲۰۱۶ کال د اينګ وېن د ولسمشرې کېدو وروسته چين له دغه هيواد سره خپلي اړيکي په دې دليل وځنډولې چي ګواکي اینګ وېنګ د امريکا ټلواله ده.
اېلن جانسن سيرلېف
۷۸ کلنه اېلن جانسن سيرلېف له ۲۰۰۶ کال راهيسي د ليبېريا هيواد ولسمشره ده. نوموړې د دغه افريقايي هيواد لومړۍ ښځينه ولسمشره ده. سيرلېف له درو هغو مېرمنو څخه ده چي په ۲۰۱۱ کال ورته د سولي نوبل جايزه ورکول سوه.
داليا ګرېباوسکايت
داليا ګرېباوسکايت د کوچني بالتک هيواد ليتوانيا لومړۍ ښځينه دولتي مشره ده. دغه ۶۰ کلنه مېرمنې ته د وسپنيږي مشري خطاب هم کيږي ولي چي د کراتې تور قمربند لري. نوموړې په ۲۰۰۹ کي د لومړي ځل له پاره او په ۲۰۱۴ کال د دويم ځل له پاره د ولسمشرې په توګه وټاکل سوه.
اېرنا سولبېرګ
د ناروې په هيواد کي هم د حکومت چارې د يوې مېرمني په لاس کي دي. اېرنا سولبېرګ په ۲۰۱۳ کال لومړۍ وزيره سوه. نوموړې د ناروې د هيواد په تاريخ کي دويمه ښځينه حکومتي مشره ده.
بېآته ږيودلو
بېآته ږيودلو د پولنډ هيواد د تاريخ دريمه ښځينه لومړۍ وزيره ده. دغه مېرمنه له يو کال راهيسي په پولنډ کي د حکومتي کابينې رياست په غاړه لري. دغه ۵۳ کلنه مېرمنه معتقده کاتوليکه مسيحۍ ده.
سارا کوګونګېلوا امادهيلا
۴۹ کلنه سارا کوګونګېلوا امادهيلا د ۲۰۱۵ کال راهيسي د نامبيا لومړۍ وزيره ده. دغه مېرمنه په ځوانۍ کي و سيراليونه ته د سياسي فعالي په توګه مهاجره سوې وه. وروسته يې په امریکا کي لومړي زدکړي وکړې.
پارک ګويين هيې
پارک ګويين هيې د جنوبي کوريا اوله ښځينه ولسمشره ده. دغه ۶۴ کلنه مېرمنه د ۲۰۱۳ کال راهيسي د ولسمشرۍ دنده پر مخ بيايي. د فوربس مجلې نوموړې په هغه کال د نړۍ د واکمنو ښځو څخه يوه بللې وه.
ميشل باخلېت
ميشل باخلېت د ۲۰۱۴ کال راهيسي د چلي هيواد ولسمشره ده. نوموړې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کال تر منځ هم د دغه هيواد ولسمشره وه. هغې زيات وخت په مهاجرت کي تېر کړی او د سياسي مخالفت له کبله يې زندان هم تېر کړی دی.
شيخ حسينه واجد
شيخ حسينه واجد دمګړی د بنګله دېش لومړۍ وزير ده. نوموړې د فوربس مجلې له خوا په ۲۰۱۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ تر ټولو واکنو ښځو څخه يوه بلل سوې وه.
کولندا ګرابار کيتاروويچ
۴۸ کلنه کولندا ګرابار کيتاروويچ په ۲۰۱۵ کال د خرواټ يا کورواسيې هيواد ولسمشره وټاکل سوه. نوموړې تر مخه په ملګرو ملتونو کي د خپل هيواد سفيره وه. کيتاروويچ د خپل هیواد د تاريخ لومړۍ ښځينه ولسمشره ده.