انځورونه: د افغانستان کوماندو ځواکونه څوک دي؟
د افغانستان د اردو هغه کسان چې ځانګړې وړتیاوې ولري او د سختې پوځي روزنې له بهیر څخه تیر شي، کوماندو یا ځانګړو ځواکونو ته جذبیږي. امریکا متحده ایالات غواړي چې د دغو ځواکونو شمیر دوه برابره کړي.
د افغانستان د اردو کوماندو هغه مخکښ سرتیري دي چې تر مخه په نورو برخو کې فعاله وو او ځانګړي قابلیتونه یې درلودل.
دغه ځواکونه د تروریزم ضد عملیاتو کې اغیزناک نقش لري او د افغانستان په خطرناکو سیمو کې ضربتي او تاکتیکي عملیات پر لاره اچوي.
د افغانستان د اردو چارواکي وایي چې ځواکونه یې له خاصو مهارتونو برخمن دي. اوس مهال د ځانګړو عملیاتو لویه برخه دغه ځواکونه پر مخ وړي.
د افغانستان د چارواکو په وینا یوازې د اردو د کوماندو نهم کنډک، د افغانستان په لویدیځ کې په روان کال کې تر ۲۰۰ پوځي عملیات تر سره کړي دي. څلور عملیات د هیواد په نورو زونونو کې ول او نور بیا د هرات، فراه، غور او بادغیس په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د افغانستان په لویدیځ کې د کوماندو د دوهمې لوا د نهم کنډک ویاند تورن مجیب الرحمان امیني وایي، چې په دغه حوزه کې د تر سره شوو عملیاتو په پایله کې ۱۸۵ وسلوال طالبان وژل شوي او نور ۲۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره هر کال د سرتیرو په عملي وړتیا کې ډیر بدلون راغلی چې دغه څه د سرتیرو د انګیزې او مورال پر لوړیدو باندې خاص اغیز لرلی دی.
د افغان چارواکو په خبره افغان کوماندو ځواکونه د تشکیل، روزنې او تجهیز په برخه کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ځواکونو له لوري حمایه کيږي او همداشان د ځینو عملیاتو په ترڅ کې د هغوی هوایي ملاتړ ډیر اغیزناک ثابت شوی دی.
د افغانستان په لویدیځ کې د کوماندو د نهم کنډک سرتیري په یوه تعلیمي مرکز کې لیدل کیږي، چې د هرات ښار سویل ته په شل کیلومترۍ کې پروت دی.
د افغانستان د دفاع وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې اردو یې داسې عملیات تر سره کوي، چې یوه څلویښت کلنه اردو یې باید وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اردو له جوړیدو یوازې ۱۶ کاله تیریږي.
د افغانستان د اردو ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې هم بریاوې لرلي دي. دغو ځواکونو د یاغیانو له منګولو څو وارې برمته شوي کسان آزاد کړي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ له مخې، د دغو ځواکونو یو ماموریت د طالبانو پر مخدره توکو بریدونه دي چې طالبان ترې د خپل جنګي لګښتونو د تأمین له پاره استفاده کوي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د تروریزم پر ضد عملیاتو کې په کراتو د افغان ځانګړو او کوماندو ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي.
ځانګړي ځواکونه د تصفوي عملیاتو، کورونو د تلاشي او د ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې ځانګړې روزنې ترلاسه کوي.
M4 نومې امریکایي وسلې پرمختللي دوربین لرونکي پوڅي تجهیزات دي چې په تیر نزدې وخت کې د ناټو ځواکونو له لوري افغان کوماندو ځواکونو ته ورکړل شوي دي. د افغانستان کوماندو ځواکونه قسما د ناټو ځواکونو په وسلو او تجهیزاتو سمبال دي.
په کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشر ویلي دي چې له طالبانو به یې هغې غچ واخلي. د متحده ایالاتو ولسمشر هم ویلي چې له طالبانو سره خبرې نه کوي او د یاغیانو پر سرکوبولو یې ټینګار کړی دی. په دې ترتیب د افغانستان کوماندو ځواکونو د شپنیو عملیاتو له پاره خپل چمتووالی ډیر کړی دی. لیکوال، انځورونه: شعیب تنها