انځورونه: د اروپا جالب هوټلونه
د عکسونو په دې البم کې د اروپا د یو څو جالبو او په زړه پوري هوټلونو انځورونه لیدلای شئ. کیدای شي ستاسې هم خوښ شي او خپله بله رخصتي ددغو هوټلونو په يوه کي تيره کړئ.
په هالڼد کې د جرثقیل هوټل
د آمستردام په بندر کې یو صنعتي جرثقیل د درو لوکسو خونو په یوه هوټل اړول شوی. دا هوټل چې «فارالدا» نومیږي، مېلمانه یې کولای شي د ځمکې نه د ۴۵ میترو په لوړوالي کې شپه تیره کړي او له دې څایه د ټول آمستردام ننداره وکړي.
د جرثقیل هوټل
دا د «فارالدا» هوټل د خوب یوه خونه ده.
د جرثقیل هوټل
دا د جرثقیل د هوټل له یوې خونې سره وصل تشناب دی چې سړی ترې د سمندر سیل هم کولای شي.
په سویډن کې د سپینو زرو د کان هوټل
د سویډن د «سالا» سیمې دا پخوانې د سپينو زرو کان اوس د ۱۵۵ میترو په ژوروالي کې مېلمنو ته د شپې تېر زمینه برابروي.
د سپینو زرو د کان هوټل
د سپینو زرو د کان هوټل یوه کوټه داسې ښکاري.
د سپينو زرو د کان هوټل
د سويډن د سپینو زرو د کان د رستورانت یوه برخه.
د بریتانیا د کلا هوټل
دا پوځي کلا په ۱۸۷۶م کال کې د دفاع په موخه جوړه شوې وه. خو اوس د «سپیټ بانک فورټ» په نوم یو عصري هوټل دی او مېلمنو ته زمینه برابروي چې د سمندر په منځ کې واوسي او د پخوانۍ نظامي کلا له فضا څخه خوند واخلي.
د کلا هوټل
د برېتانیا د سپینټ بانک د کلا هوټل یوه خونه.
د کلا هوټل
د برېتانیا د ساحل د کلا هوټل د ناستې یوه کوټه.
د بلجیم د «ترویا آس» هوټل
د فرانسوي او یوناني افسانو مینه وال ښايي دا هوټل ډیر خوښ کړي. سړی د دې ستر آس په شکل جوړ شوي هوټل کې چې د «لا بلادا دس ګنومز» نوم ورته ورکړل شوی، ډیره خوندروه شپه تیرولای شي.
د «ترویا آس» هوټل
د «ترویا آس» هوټل دننه داسې ښکاري.
د «ترویا آس» هوټل
ددغه هوټل په دې حمام کې کابو هر څه له لرګیو جوړ دي.
د اتریش د «اوفوګل» یا هوايي مرغه هوټل
د اتریش د الپ غرونو په لمن کې پروت دا کوچني هوټل د یوه عجیب مرغه په شکل جوړ شوی. د هوټل له کړکیو څخه سړی د شا او خوا له ښکلو منظرو ښه خوند اخیستلای شي.
د هوايي مرغه هوټل
د اتریش د «اوفوګل» هوټل یوه خونه.
د هوايي مرغه هوټل
د هوايي مرغه هوټل له سترو کړکيو څخه د الپ د غرونو ننداره.