انځورونه: د آلمان په ختيځ کي «وحشي غرب»
د برلين په ۶۰ کيلومترۍ کي د «ال دورادو» په نوم کمپ کي د امريکا پخوانی ژوند نندارې ته وړاندي سوی. يوه ايراني عکاس په دغه کمپ کي يوه ورځ تيره کړې او دغه انځورونه ئې اخيستي دي.
د ال دورادو په نوم کمپ د برلين په ۶۰ کيلومترۍ په يوه پراخه تړلې سيمه کي جوړ سوی دئ.
دغه تفريحي سيمه چي بشپړ نوم ئې (El Dorado Templin) دئ، پخپله په امريکا کي د دغه شان ځايونو په پرتله ډېر کوچنی دئ.
که د ال دورادو کمپ ته ولاړ سئ، هلته به د سور پوستانو په يوه هوتل يا کور کي و اوسېږئ.
دغه تفريحي سيمه له ۲۰۰۶م کال راهيسي د مېلمنو پر مخ پرانيستل سوې ده.
دغه تفريحي کمپ په براندنبورگ ايالت کي د برلين په ختيځ تمپلين ښار کي جوړ سوی دئ.
د برلين په ۶۰ کيلومترۍ کي د ال دورادو په نوم امريکايي کمپ.
ايرانی عکاس فريدوني، وايي چي په دغه کمپ کي اوسېدل يا ئې ليدو ته ورتلل ډېر په زړه پوري دي.
عکاس ليکي په دغه کمپ کي ژوند د جرمني بر خلاف ډېر خوشحاله دئ. دوی هرڅوک و خوړو او څښلو ته ور بولي او ټول وخت په خوشحاليو او رقص تيريږي. په دغه کمپ کي تر نيمي شپې پوري خنداوي اورېدل کيږي.
په دغه کمپ کي سړی ډېر د خوشحالۍ احساس کوي.
ايرانی عکاس لیکي چي په دغه کمپ کي کوچنيانو ته هم توپکچې ورکول کيږي چي د سړي خپل کوچنيوالی ور په ياديږي.
د دغه کمپ پرسنل ډېر گرم، اجتماعي او خندان خلک دي. ويل کيږي چي دوی په خپلو کارونو کي داسي ډوب دي چي سړی نه وايي چي دوی دي د اوسنۍ مدرني نړۍ څخه خبر وي.
دغه تفريحي سيمي ډېره پاکه ساتل کیږي.
د برلين په ۶۰ کيلومترۍ ال دورادو کمپ کي ښه ډوډۍ هم ورکول کیږي.
په دغه کمپ کي د ورځي ښه کمېډي نندارې هم وړاندي کيږي. دلته سړی د ورځي چاودنو فيرونو او موسيقۍ ږغونه اوري.
په دغه کمپ کي ډېر حيوانات هم ساتل کيږي چي سړی کولای سي لوبي ورسره وکړي.
سړی چي په دغه کمپ کي د امريکايانو پخواني ژوند ته وگوري، فکر کوي چي دې خلکو څه وکړل چي اوس د نړۍ ستر قدرت دئ؟
امريکايانو مخکي دغه شان کالي لرل.
د ال دورادو (El Dorado) تفريحي کمپ يوه ځنډه.