انځورونه: افغانستان کې جوړ شوي طبي تجهیزات افریقا ته صادر شول
په افغانستان کې تولید شوي ۳۰ ټنه طبي وسایل سومالیا ته صادر شول. د دغې محمولې ارزښت ۸۰ زره امریکایي ډالر اټکل شوی دی. د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د طبي لوازمو او درملو پر جوړونکو شرکتونو باندې ۳۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې.
په دغو تجهیزاتو کې د عملیاتخانې میزونه، د ناروغانو له پاره چپرکټونه او همداشان د روغتونونو نور اړونده طبي وسایل شامل دي.
دغه لوازم د آسیا فارما، په نوم افغاني شرکت تولید کړي دي.
د طبي لوازمو دغه شرکت کې ۹۰ کسان کار کوي.
د دغه صنعتي شرکت ۴۰ سلنه کارګران ښځې جوړوي.
دغه فابریکه په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تأسیس شوې ده.
د دغه صنعتي فابریکي ځینې کارګر وایي چې د کار د زمینې په برابریدو سره، نور د مهاجرت په هکله فکر نه کوي.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د یوه افغاني شرکت له لوري تولید طبي وسایل بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
د آسیا فارما شرکت اجرائیوي رئیس محمد امین جامي، وایي چې د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت طبي لوازم په درو کانتینرونو کې سومالیې ته لیږدول شوي دي.
د هرات ولایت د صنایع او سوداګرۍ خونې رئیس حمیدالله خادم، وایي چې د تولیدونکو پر وړاندې د ډیر شمیر خنډونو سربیره، په راتلونکي کې به د صادراتو کچه لوړه شي.
د خادم په خبره تر اوسه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د طبي لوازمو او دارو درملو جوړونکو شرکتونو باندې تر ۳۰ میلیونه ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تر ۳۰۰ زیاتې تولیدي فابریکي فعاله دي، چې په زرونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.