انځورونه: استاد خزان ګل خپله ساده ژوند کوي خو د نورو هوسايي یې هدف دی
استاد خزان ګل په خوست ولایت کې د نجونو او هلکانو اته ښوونځي جوړ کړي دي
استاد خزان ګل د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال له آلمان او نورو اروپایی هیوادونو مرستې ټولولې او د افغانستان په لیریو پرتو سیمو کې یې ښوونځي جوړول.
هغه په لومړي سر کې له ستونزو سره مخامخ وو او ځینو کسانو آن د هغه له خوا د ټولو شویو پیسو له اخیستو ډډه کوله. خو خزان ګل له قومي مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی یې د زده کړې ملاتړ ته قانع کړل.
استاد زمان ګل په آلمان کې زده کړې کړې دي او په همدې هیواد کې یې د خپلو پخوانیو ملګرو په مرسته د ښوونځیو جوړولو له پاره پیسې راټولولې.
پخپله استاد خزان ګل ساده ژوند کوي خو پر دې باور دي چې افغان ماشومان باید د یوه ښه ژوند له پاره زده کړې وکړي. له همدې کبله هغه د دغو ماشومانو له پاره ښوونځي جوړوي.
استاد خزان ګل د هغه د هڅو له کبله د خوست ولایت د خلکو له خوا د یوه ځایي اتل په توګه بلل کیږي او ورته د ویاړ لنګۍ هم پر سر شوې ده.
استاد خزان ګل په خوست ولایت کې اته ښوونځي جوړ کړي دي چې په زرهاو نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.
استاد خزان ګل وایي چې راټولې شوې مرستې یې په ډیره شفافه توګه مصرف کړي دي او د دې خبرې شاهدان یې ټول هغه آلمان ملګري هم دي چې له ده سره یې د پیسو په ټولولو کې مرسته کړې ده.