انځورنه: په کراچي سخته گرمي او ورځنی ژوند
د پاکستان په سویلي برخه کې له تیرو درو ورځو راهیسې د گرمۍ د سختي څپې له کبله تر ۵۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دي او خلک د بریښنا د پارچاو له کبله پر حکومتي ادارو سختې نیوکې کوي.
له هر څه بې خبر
نن سبا په کراچي ښار کې د څښاک د پاکو اوبو سخت کمښت دی. یو سړی چې په لاسونو کې یې دوه خالي بوتلان دي، تر یوه نل لاندې ولاړ دی.
هر ځای د «ایدهي» رضا کاران
د سختي گرمۍ له کبله بې سده شوي یا مړه شوي کسان د «ایدهي» خیریه مرکز رضاکاران په خپلو امبولانسونو کې نزدې روغتونونو ته لیږدوي او یا یې هغه ځایونو ته لیږدوي چې پکښې مړي په یخچالونو کې ساتل کیږي.
له اوبو څخه لیرې کیدو ته زړه نه کیږي
په مسجدونو کې تر لمانځه د مخه خلک اودسونه تازه کوي، خو نن سبا د سختي گرمۍ له کبله د چا زړه نه کیږي چې له اوبو څخه لیرې شي. چارواکي خلکو ته په کورونو کې د پاتېدو سپارښتنه کوي.
د نیمه ملیشو (رینجرز) مرستندویه کمپونه
په کراچي کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي نیمه پوځې ملیشې هم خلکو ته لومړي طبي خدمات او نور آسانتیاوي برابروي. د ښار په بیلابیلو برخو کې یې روغتیايي کمپونه جوړ کړي دي چې خلکو ته پکښې اوبه هم ورکول کیږي.
دا گرمي له کومه شوه
دا انځور د جناح روغتیايي مرکز دی. په انځور کې لیدل کیږي چې یوه ښځه پر مخ اوبه اچوي. د جناح روغتون د یوه ډاکټر سیمي جمالي په وینا، ځیني خلک روغتون ته مړه رارسول شوي او ځینو یې دلته سا ورکړه. د مریضو لړۍ لا ختمه شوې نه ده.
له گرمۍ څخه خوندیتوب
درې تنه د اورگاډو په تم ځای کې پر یوه پلیټ فارم، باندي تر سیوري لاندي آرام کوي. په کراچۍ په عادي ډول د دوبي په موسم کې گرمي د سانتي گراد ۳۷ درجو ته رسیږي، خو په تیرو ورځو کې آن ۴۵ درجو ته رسیدلې وه.
په ونو پسې لټون
په کراچي کې د گرمۍ له روانې څپې څخه د ساتلو له پاره تر اونو لاندې آرام کوي. په درو ورځو کې د ساه لنډۍ، د اوبو کمښت یا گرمۍ وهلو په سونو انسانان وژلي دي.
د سمندر یخې څپې
د سختې گرمۍ له کبله ډیر خلک د سمندر پر لور مخه کوي، څو په لامبو سره ځان له گرمۍ وساتي.
د ناروغانو د خپلوانو اندېښنه
سپین ږيري او کمزوري خلک د گرمې له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دغه ښار چې نفوس یې شل میلیونه ته رسیږي په ښار کې د بریښنا د پارچاو او د کمو روغتیايي آسانتیاوو له کبله پر ایالتي حکومت سختې نیوکې کوي.
په روژه کې د مسجد سیوری
په روژې میاشت کې په مسجدونو کې د خلکو شمېر بې له هغه هم ډیریږي، خو د سختې گرمۍ له کبله هم ډیر خلک په مسجدونو کې له گرمۍ څخه پټيږي.
هر څومره اوبه چې وي، بيا هم کمي دي
دا انځور هم د یوه مسجد دی. یو ځوان پر خپل بدن اوبه اچوي، څو له گرمۍ څخه ځان وژغوري.
کلفټن
له گرمۍ څخه ویریدلي انسانانو د سمندر پر لور مخه کړې ده. د کراچي د یوې کورنۍ ښځې او ماشومان هم د کلفټن ساحل ته ورغلي دي، څو د اوبو له څپو خوند واخلي. د گرمۍ له کبله د بریښنا سیستم هم گډوډ شوی دی.